یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهجرمني له افغانستان او ګاونډیانو سره یې ۵ سوه میلیونه یورو مرسته...

جرمني له افغانستان او ګاونډیانو سره یې ۵ سوه میلیونه یورو مرسته کوي

تاند(پنجشنبه، د میزان لومړۍ): د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې په راتلونکو میاشتو کې له افغانستان او د دغه هېواد ګاوڼدیانو سره پنځه سوه میلیونه یورو مرسته کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې هایکو ماس دا خبره پرون د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وکړه.

تر اوسه پورې د هغو هېوادونو نومونه نه دي یاد شوي چې جرمني غواړي د افغانستان تر څنګ له هغوی سره هم مرسته وکړي.

هایکو ماس ویلي اصلي لومړیتوب یې دا دی چې په افغانستان کې نوي را پیدا شوي بشري ناورین ته رسیدګي وشي.

د هغه په خبره دا ناورین د سیمې ټیکاو ته یو ګواښ دی.

بل لورته اشپیګل مجلې راپور ورکړی، چې د جرمني خارجه وزیر د جي شل هېوادونو په پرونۍ غونډه کې له طالبانو یو ځل بیا غوښتي، څو مرستندویو بنسټونو ته له ناورین ځپلو افغانانو سره په مرسته رسولو کې خنډ نه شي.

جرمني پردې هم ټینګار کړی، چې طالبان دې له افغانستان څخه هغو خلکو ته د خوندي او ډاډمن وتو خنډ نه شي، چې دغه هېواد نه غواړي ووځي.

د طالبانو لاس ته د کابل د لوېدو په تعقیب د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالره پیسې په امریکا کې کنګل شوې چې ورسره د خلکو د بیوزلي لا زیاته شوه.

1 COMMENT

  1. د مجلې نوم اشپیګل نه دیه شپیګل (Der Spiegel) دی چې د هندارې معنی لري. د جرمني Der په پښتو کې (دیه) تلفظ کیږي او Spiegel یې شپیګل تلفظ کیږي. د لنډیز لپاره کېدی شي چې شپیګل ولیکل شي خو پوره به صحیح نه وي لاکن اشپیګل په پښتو کې سم نه دی، مونږ خو څه پاړسیوانان نه یو چې په ساکن توري دې د نوم تلفظ ونه کړای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب