Homeخبرونهجلال اباد کې ۳ داعشیان وژل شوي

جلال اباد کې ۳ داعشیان وژل شوي

تاند( پنجشنبه، د میزان لومړۍ): د طالبانو اسلامي امارت په جلال اباد ښار کې د ۳ داعشیانو د وژلو خبر ورکړی.

باختر خبري اژانس، چې اوس د طالبانو د امارت لپاره خپرونې کوي، د خپلو سرچینو په حواله دغه خبر خپور کړی.

یاد شوی اژانس وایي، چې دغه داعش وسله وال تېره شپه د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند په اخندزاده صیب سیمه کې وژل شوي.

د دوی د وژل کیدو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ګومان کیږي چې طالب ځواکونو به یې پرضد عملیات کړي وي.

نورو سرچینو د ادعا شویو وژل شویو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

جلال اباد ښار د روانې اونۍ له پيله هره ورځ د طالبانو پرضد د داعش وسله والو د وژونکو بریدونو شاهد و.

په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو رئیس ویلي و، چې لسګونه داعش وسله وال یې دا اونۍ نیولي.

نړیوالو رسنیو د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو پر وړاندې د یوه لوی جنګي قوت په توګه د داعش د را څرګندیدو وړاندوینه کړې، خو طالبانو بیا دا ګواښ جدي نه دی ګڼلی او ویلي، چې داعش جدي خطر نه دی او زر به مهار کړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...