جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهقرغیزستان: د منځنۍ اسیا ۵ هېوادونو سره د طالبانو غونډه جوړوو

قرغیزستان: د منځنۍ اسیا ۵ هېوادونو سره د طالبانو غونډه جوړوو

تاند( پنجشنبه، د میزان لومړۍ) د طالبانو اسلامي امارت ویلي، چې قرغیزستان ورته د منځنۍ اسیا له ۵ هېوادونو سره د همغږۍ غونډې کوربه توب کوي.

د طالبانو خبري سرچینو ویلي، چې دا ژمنه نن د قرغیزستان د ملي امنیت شورا مرستیال طلعت بېګ مصدق اوف په کابل کې د طالبانو د وزیرانو شورا له مرستیال ملاغني برادر سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

د دې غونډې د وخت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

ملا برادر د دغې غونډې کوربه توب ته د قرغیزستان د چمتووالي له کبله مننه کړې او دغه هېواد نه یې د طالبانو د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندو غوښتنه کړې ده.

برادر ویلي، چې دوی نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او د ګاونډیانو په ګډون دې هیڅ هېواد ترې د خطر احساس نه کوي.

د پاکستان په ګډون د نړۍ نیږدې ډېرو هېوادونو طالبانو ته شرط ایښی، چې ټول شموله حکومت او بشري حقونو ته درناوی دې ومني، چې په رسمیت وپېژندل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...