Homeخبرونهد یوناما مرستیال: نړۍ د طالبانو په نه فاسدوالي قانع ده

د یوناما مرستیال: نړۍ د طالبانو په نه فاسدوالي قانع ده

تاند( پنجشنبه، د میزان لومړۍ): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د دفتر یوناما مرستیال(رامیز الاکبروف) ویلي، چې نړۍ د طالبانو د اسلامي امارت په نه فاسد والي قانع ده.

د طالبانو مالیې وزارت ویلي، چې دا خبره د یوناما دغه مقام نن د مالیې وزارت له سرپرست ملا هدایت الله بدري سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

خپله د یوناما دفتر رسماً دا خبره تایید یا رد کړې نه ده.

ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د یوناما یاد شوي مقام د افغانستان د وضعیت او په خاص ډول بشري بحران ته د رسیده ګۍ په تړاو له طالب لوري سره خبرې کړي.

طالب وزیر دغه نړیوال استازي ته ویلي، چې د افغانستان ستونزو ته د نړۍ نه پاملرنه به دوی ته هم سرخوږی شي.

ملګرو ملتونو پرون له افغانستان سره په روغتیایي برخه کې د ۴۵ میلیونه ډالره مرستې اعلان وکړ.

طالبان خپله هم پر مخکیني پرځول شوي حکومت خپله لویه برتري له فساده پاکوالی ګڼي، خو منتقدین یې باور لري، چې فساد د شتمنۍ او پیسو په موجودیت کې کیږي او د طالبانو تازه واکمني او مخکینۍ دواړه له فقره ډک وو، ځکه خو د فساد لپاره یې هم څه نه لرل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...