شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعمران خان: د طالب مشرانو څرګندونې خوشالونکي دي

عمران خان: د طالب مشرانو څرګندونې خوشالونکي دي

تاند( پنجشنبه، د میزان لومړۍ) د پاکستان صدراعظم عمران خان په یوه تازه مرکه کې د خپلې حکومتولۍ په اړه د طالبانو د اسلامي امارت اعلان کړي دریځونه خوشالونکي ګڼلي.

نوموړي بي بي سي ته ویلي، چې د طالبانو لخوا خپلو مخالفینو ته عفوه، د ښځو د حقونو په اړه نرمښت او دغه راز د افغانستان له خاورې د چا خلاف د نه استفادې څرګندونې هیله بښونکي دي.

له دې سره نوموړی پر دغو ژمنو د طالبانو د عملي اقدام په اړه ډاډه نه غږیږي.

عمران خان زیاتوي، چې دا د طالبانو لومړنۍ ژمنې دي، عمل کې به وروسته ولیدل شي، ځکه هیڅوک وار د مخه داسې وړاندوینې نه شي کولای.

پاکستاني صدراعظم د افغان ښځو په اړه ویلي، چې دوی پياوړې دي او خپل حقونه خپله لاسته راوړلی شي.

د هغه په خبره، لا خو د طالبانو د واکمنۍ څه باندې یوه میاشت کیږي او که ښځو ته وخت ورکړل شي، دوی به خپل حقونه خپله په ښه ډول اعاده کړای شي.

پاکستاني صدراعظم مخکې ټینګار کړی و، چې طالبان به د ټول شموله حکومت د جوړولو او بشري حقونو ته د ژمنتیا څرګندولو په صورت کې په رسمیت وپېژني.

1 COMMENT

  1. د تالبانو هره خبره د پاکساتن لپاره د کاڼی کرښه او له حکمته خالی نه ده
    همدغه راز د تالبانو لپاره د پاکستان هره خبره د یو خواخوږی او نږدی اسلامی ورور خبره ده چی باید هرو مرو عمل ورباندی وشی
    پاکستان غواړی د تالب په حضور کی نه یوازی خپل سرحدونه خوندی کړی بلکه د هغو ډلو په ټکولو کی د تالب ملاتړ تر لاسه کړی چی په پاکستان کی هم د شرعی نظام غوښتونکی دی
    خو تر ټولو مهمه خبره داده چی دا هرڅه کیږی خو د افغان نظر پوښتی ته هیڅوک اهمیت نه ورکوی
    تالب ورباندی د ډانګ او ټوپک په زور دخپلی خوښی شریعت منی او پاکستنان ورباندی د تالبانو د یو خواخوږی ورور په حیث خپل ارمانونه پوره کوی
    نوری نړۍ هم د افغانستان په هکله په تیرو شلو کلونونو کی د خپلو کړو له امله خپل اخلاقی او انسانی بر لاسی او جرات له لاسه ورکړی او داسی بریخی چی د یو تماشايي په څیر نور په افغانستان کی د روانو لوبو ننداره وکړی. ښايي راتلونکی څو کلونه به دافغانستان په تاریخ کی د ډیرو نورو ټولنیزو ناورینونو یو وار بیا شاهدان واوسی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب