جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سارک غونډه د طالبانو د ګډون او نه ګډون پر سر...

د سارک غونډه د طالبانو د ګډون او نه ګډون پر سر لغوه شوه

تاند (پنجشنبه، د میزان۲) د سارک یا د جنوبي اسیا د همکارۍ ټولنې په غونډه کې د طالبانو د استازي د ګډون په اړه د پاکستان وړاندیز د دې ټولنې د نورو غړیو هیوادونو له مخالفت سره مخامخ شو.

ټاکل شوې وه چې د سارک د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران روانه اوونۍ غونډه وکړي. پاکستان وړاندیز کړی چې د افغانستان په استازیتوب دې د طالبانو استازی راوبلل شي خو د دې ټولنې نورو غړیو د پاکستان له وړاندیز سره موافقه ونه کړه ځکه چې د طالبانو رژیم تر اوسه پورې د ملګروملتو په ګډون د نړۍ هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

افغانستان د سارک دایمي غړی دی. خو د دې لپاره چې د افغانستان د استازیتوب پر سر موافقه ونه شوه د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه، چې ټاکل شوې وه د شنبې په ورځ جوړه شي، لغوه شوه.

نیپال، چې اوس د دې ټولنې پړاویزه مشري په غاړه لري، په ملګروملتو کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي ته بلنه ورکړې وه چې د افغانستان د استازي په توګه په غونډه کې ګډون وکړي خو پاکستان بیا د دې بلنې مخالفت کاوه ځکه چې ښاغلی اسحاقزی د ولسمشر غني له لوري ټاکل شوی دی.

د سارک نور غړي هیوادونه وايي چې تر اوسه پورې د پاکستان په شمول د دې ټولنې هیڅ غړي د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی نو په څه اساس د طالبانو استازی خپلې غونډې ته راوبولي.

نیپال، بوتان، سریلانکا، هند، پاکستان، بنګله دېش، مالدیپ او افغانستان د سارک غړي هیوادونه دي.

طالبانو ملګروملتو ته هم ویلي چې د دوی استازی پرېږدي چې د دې موسسې عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي.

طالبان غواړي چې د قطر د دفتر مرستیال یې سهیل شاهین د افغانستان داوسني استازي غلام محمد اسحاقزي پر ځای د افغانستان دایمي استازی وګومارل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب