جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ګوتمه / سمیع الله ستوری

ګوتمه / سمیع الله ستوری

له جیب یې لاس وکېښ، موټی یې ټینګ ونیوه. ښکتنۍ شونډه یې د غاښونو تر منځ کړه. ښه شېبه غلی ولاړ و. موټی یې خلاص کړ. پر ورغوي کې یې ګوتمه وبرېښېده. په نه زړه یې زرګر ته ونیوه. هغه یو او بل خوا واړه وه. د ښیښې پر سر باندې یې کېښوده، سپینږیر ته یې وکتل، هغو غبرګې سترګې په ګوتمه کې خښې کړې وې. زرګر خوله خبرو ته جوړه وه؛ خو سپینږیري ژر لاس ور اوږد کړ او ګوتمه یې ترې واخیسته. لومړی یې ښکل کړه، بیا یې په لاس کې ټینګه کړه. سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. پر چوکۍ کیناست. سر یې په المارۍ تکیه کړ. په سلګو شو. زرګر یې خوا ته ورغی. سپینږیری ولاړ شو. له دوکان ووت؛ خو بېرته را وګرځید. ګوتمه یې پر المارۍ کېښوده. زرګر ته یې وویل:

ـ وستاز په څو یې خلې؟

زرګر ورته ځیر شو. لا هم غروی نیولی و. ورته کړل یې:

ـ دوه زره اوغانۍ.

سپینږی غلی شو. له سترګو یې مړې اوښکې روان شوې. اخ یې له خولې ووت.

زرګر ورته وویل:

ـ بابا خیرت دی، ولې دومره پرېشان یې!

زرګر ته یې وکتل، بیا یې ګوتمې ته پام شو. ویې ویل:

ـ دا د ځوانیمرګ یاد ګار دی، خو غریبي…

ـ بابا پوه نه شوم!

سپینږی زرګرته ځیر شو، هغه غبرګې سترګې ورته نیولې وې. سوړ اسویلی وکیښ او ورته یې وویل:

ـ ښه ژوند مو درلوده؛ ډېر ښه، بیخي داسې ژوند چې تر دې دمه به ډېر کم خلک ترې برخمن وي؛ خو خدای ج مو روزی نه کړ. یو زوی مې درلوده. دومره څه یې ګټل چې زموږ ورته اړتیا وه. ښه خوشاله و. تقریبا له نن پینځه کاله واړندې مې زوی تری تام شو. نږدې دوې میاشتی یې احوال را نه غی. د ملګري شماره مې یې پیدا کړه. زنګ مې ورته وکړ. هغه راته ویل: لس ورځې مخکې درغلی. ډول ـ ډول وسوسو پر مخ کړم. بله چاره نه وه، څادر مې اوږې ته کړ پسې ووتم. نږدې شپږ ورځې  وګرځېدم؛ خو هیڅ حال مې یې مالوم نه کړ. ډېر مایوسه د کور خوا ته روان شوم. زړه مې داسې درد کاوه چې څوک به مې ولیدل، لار به مې بدله کړه. ځکه د خبرو تاب مې نه لرو. د کلي پر لور په دښته کې تلم. کلي ته نور نږدې وم چې سپی مې مخ ته ودرېد. تګ ته یې نه پرېښودم. ده حرکت وکړ، ما خپله لار ونیوه. بیا یې را منډې کړې. دا ځل یې وپوهوم چې ما پسې راځه. دی مې تر مخ شو، زه هم ورپسې وم. ناڅاپه را تاو شو، وکړونجیده. کله چې ور ورسېدم. وجود مې بې سېکه شو. سترګې مې تیاره شوې. کیناستم.

دوکان ته هلک راغی. د سپلني څو دانې یې، کوتي ته واچوې. نری دود ترې پورته شو. دوکاندار دوې افغانۍ ورکړې ووت. سپینږیري سرک ته ځیر شو، موټر او انسانان یو تر بل تېرېدل. کوچني هلک له کاغذ پران سره منډې کړې. تار یې د برق له سیم سره ولګېده او پرې شو؛ په ژړا یې پیل وکړ. پلار یې تر لاس ونیوه او د وکان ته یې بوته. زر ګر ته یې وکتل. خبرې یې اوږدې کړې:

ـ کله چې سم شوم؛ نو جسد ته مې ښه په ځیر وکتل. یو شمېر سپي زما په راتلو وتښتېدل؛ دوه لا په مړي آخته و. زما سپي به کله یو ترې کش کړ، کله بل. ما ډبرې ته لاس کړ، وغورېدل او روان شول. جسد ته ورنږدې شوم. هېڅ نه پېژندل کېده. ځکه یوازې هډوکي پاتې و. داسې مالومېده، لکه کال وړاندې چې مړ وي. یوازې د چپ لاس څپړ یې لا پاتې وه. پر ورمیږ یې خال خال پوست ښکارېده. نور ټول سره هډوکي و. خپېړې ته ورنږې شوم؛ ګوتمې ته مې پام شو. خوده څه ډول چیغه مې وکړه. نور په ځان نه یم پوهیدلی. یو وخت مې ښۍ پښې درد وکړ. پورته شوم. سپیو منډې کړې. خپېړه مې په زړه پورې کلکه ونیوه. سر یې ښکته کړ. پر څادر یې سترګې وچې کړې. تر ډېره غلی و. اوښی یې وکړ :

ـ نه پږهیږم، چې ما به هلته څه پېرې کړې وي. اخر مې ځان کلک کړ. څادر مې هوار کې هډوکي مې پکې ټول کړل. کور ته مې راوړل او خاورو ته مو وسپارل. څو شپې مې اینګور او لمسیانو داسې چیغې وهې چې د کاپر زړه ورته چوده. زړه مې غټ کړ. چاره نه وه؛ ځکه هر څه را تر غاړي و. میاشت وروسته مې پر مزدورۍ پیل وکړ. د خدای تعالی فضل و؛ دومره څه بودېدل چې ژوندي پرې پاتې شو. خو سږ کال کرنتین حالت ډېر خراب کا. مزدوري خو لا پرېږده، هر څه یو پر دوه دي. اختر هم را نږدې دی. لمسیانو مې عید ته جامې غوښتې. زما سره لا دومره پیسې وې چې کور ته اړین توکي پرې واخلم. مجبور شوم چې ګوتمه وپلورم.

زرګر لسټونی پر سترګو وموښه. جیب ته یې لاس کړ، څو سره لوټونه یې سپینږي ته ونیول او ورته کړل یې:

ـ بابکه دا واخله کار دې پرې وکړه. هره میاشت راځه، انشاء الله چې څه مې په وس و درسره کوم یې. 

پیسې یې ترې واخیستې، د مننې په مانا یې سر وخوځوه. زرګر ګوتمه هم ورته ونیوه، سپینږی مسک شو. ترې وا یې خیسته. پاڅید زرګر ته یې کړل:

ـ مننه زویه خدای ج د دوښمن درباندې ړوند کا.

زرګر څه ونه ویل، سترګو ته یې دوسمال نیولی و. سپینږی د خدای پاماني لپاره لاس ور اوږد کړ. ووت، شا ته یې را وکتل، پر څیره یې مسکا خوره وه. په وچو شونډو یې نری وینه ولاړه وه.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب