جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امنیت شورا دایمي غړي په دې سلا دي چې افغانستان باید...

د امنیت شورا دایمي غړي په دې سلا دي چې افغانستان باید ثبات ولري

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲) د ملګرړملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، د امنیت شورا ۵ دایمي غړي په دې سره سلا شوي چې افغانستان باید د ثبات او سولې خاوند وي.

سرمنشي دا خبره د امریکا، بریتانیا، چین، روسیې، او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته وکړه.

د امنیت شورا د پنځو دایمي غړیو د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د کالنۍ غونډو په څنګ کې په خپل منځ کې غونډه وکړه.

سرمنشي همداراز وویل ټول پنځه قدرتونه داسې سوله ییز او باثباته افغانستان غواړي چې بشري مرستې پکې له هر راز ستونزې او توپیره پرته اړو کسانو ته ورسېږي.

ښاغلي ګوتریش زیاته کړه، نړیوال قدرتونه داسې افغانستان غواړي چې د نجونو او ښځو حقونو ته په کې درناوی وشي، ټولشموله حکومت ولري او بیا د د ترهګرو پر ځالې بدل نه شي.

سره له دې چې د امنیت شورا لږترلږه دوه غړي هیوادونه لکه روسیه او چین غواړي چې له طالبانو سره نعامل وشي او حتي حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي خو د طالبانو ځینې دریځونه سبب کېږي چې دا دوه هیوادونه هم په زغرده د طالبانو د حکومت ملاتړ ونه کړي او رسمیت پېژندلو ته یې زړه ښه نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب