شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+آیا د هر نظام اطاعت لازم دی؟/  محمدحسن احسان

آیا د هر نظام اطاعت لازم دی؟/  محمدحسن احسان

د حاکم نظام اطاعت او فرمانبرداري یو الهی امر دی، ولې د نظام د منځته راتګ او پرمخ بیولو لپاره مونږ په اسلامي شریعت کې یو لړ اساسي اصول لرو. د نظام د منځته راتګ لپاره په اسلامي تاریخ کې د څلورو راشده خلفاوو منځته راتګ زمونږ لپاره اصول روښانه کړل چې مهم اصل پکې مشوره او د خلکو رضایت وه.

په اوسني نظام یا امارت په تشکیل کې دغه اصل بیخي له منځه وړل شوی ځکه د امارت مسولینو د ولس په رآیه او خوښه سیاست نه دی کړی چې د هغوی رایه یې ترلاسه کړې او د نظام اساس پرې کیښودل شوی وي بلکه د زور، جبر، افغانانو د وژلو او د لاسته راوړنو د له منځه وړلو په ترڅ کې یې تر دې ځایه ځان رارسولی. که چیرې دا منځته راتګ یې هم یو تصادف وګڼو ولې دوی اوس هم پخپلو کړنو کې د ولس رایه نه تعقیبوي او حتی په اکثره مسایلو کې د شرعي امر برخلاف کړنې ترسره کوي لکه د نااهلو خلکو ګمارل، د انجونو د زده کړو مخنیوی، د شرعي حدودو په انفاذ کې بې کچې غیر مسلکي او غیر شرعي برخورد کول ځکه په حدودو کې هر حد د تطبیق لپاره یو سلسله اصولو او شرایطو ته اړتیا وي او په آخر کې د یوې با صلاحیته محکمې د حکم په ترڅ کې تطبیق کیږي چې دا هیڅ په پام کې نه نیول کیږي او لاهم د امارت له خوا هغه صحرايي محکمې ترسره کیږي.

د اسلامي نظام اساسي هدف د یوحقیقي نظام پایښت او منځته راتګ دی چې دې هدف ته رسیدل د ټولنیز او اقتصادي ځواک او قدرت پورې تړلی دی که چیرې دغه ځواک نه ساتلی کیږي، زیان ورته رسیږي او په آخر کې له منځه ځي نو بیا دا دومره لوی جرم دی چې تلافي یې نه لمونځ کولای شي، نه روژه، نه د حدودو جاري کول او نه هم د توحید اقرار ځکه دا ټول مسایل په یوې اقتصادي او ټولنیزې ځواکمنې ټولنې کې ښه ترسره کیدای او عملي کیدای شي.

نو که چیرې اوس امارت له یوې خوا د ولس یو کمزوری ولې په ډیرو اساسي ټولنیزو او اقتصادي مسایلو سمبال نظام له منځه وړي او ولس له دې هرڅه بې برخې کوي او په دوام یې دداسې یوې بدمرغه ټولنې اساس ږدي چې چلوونکي یې له یوې مخې نااهله او د یوقشر غړي وي نو د ټولنې اساس همدغه کسانو له خوا کیښودل کیږي همداسې به د یوې نا اهله ټولنې اساس هم کیښودلی شي.  همدارنګه د چا رایې او مشورې ته پام نه کیږي، د ټولنې یو قشر له زده کړو بې برخې کیږي، په سلګونه استادان او پوه قشر له هیواده کډه کوي او هغه شته یې له دندو لاس په سر کیږي، خلک په زور او جبر زورول کیږي او وژل، ولس له اقتصادي ستونزو ځان وژلو ته اړکيږي او په ټوله کې ژوند له ګواښ سره مخ کیږي څنګه به داسې یو نظام ولس ته دمنلو و اوسي؟ کوم شریعت او مذهب به بیا خلک دې ته اړ کوي چې داسې یو نظام ومني او متابعت یې وکړي؟ هیڅکله نه!! زمونږ مقدس دین اسلام چې په ټولو اوامرو او نواهیو کې یې خیر او سلامتیا نغښتې ماته ددې امر نه کوي ځان ووژنم او نه هم په یوې داسې ټولنه کې د ژوند کولو امر راته کوي چې له هرې خوا دې وروسته پاتې شم، ژوند کول راته ستونزمن وي، ډیر نااهله راباندې مسلط وي ترڅو همداسې مې جوړ کړي، د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو له امله زده کړې ونشم کړای او بلآخره زما دین را بدنام کړي ځکه دې ټولو ناخوالو او غیرشرعي اعمالو ته د دین نوم (اسلامي نظام) نوم ورکول کیږي، په داسې شرایطو کې بیا د نظام متابعت او پیروي نه وي لازمه.

4 COMMENTS

  1. دطالبانو له ټولو کمزوریو سره سره داسلامی حکومت منل واجب دی. داشغال او داشغال دلاسپوڅو هر حکومت ولو که له فساده خلاص وی له مینځه وړل هم واجب دی.
    دغیر اسلامی حکومت لپاره په اسلامی اصولو باندی غوښتنه کول دتیر جکومت چلونه او فریبونه هم مالوم دی.
    طالبان مشوری لری. خو مشوره له هرکس او خس سره واجبه نده. هلته داسلامیت، تقوی او له اسلام سره مینه اولنی شرط دی. اوس چه دتیری داشغال داداری خلکو په پټه خوله او جهر دطالبانو بغاوت له اولی ورځی څخه پیل کړی خلکو ته مالوم ده.
    داسی لیکنی نه دافغانستان لپاره ګټی رسوی نه داسلام. داسی لیکنی په داسی حال کی دانارشی لپاره لیاره برابره وی. دا بیا اشغال دعوت ورکوی او داسلام له نامه نه سوء استفاده کوی.
    طالبان انسانان دی او معجزی نه لری او ندی څوک له هغه توقع لری. دمینوال افغانانو څخه هیله ده داسی لیکنی په داسی وخت کی ونه کړی. استقلال خپل کړی او له طالبانو سره که کار نسی کولای نو اقلا دهغوی په ضد تبلیغ هم مکوی.

  2. د ليکوال د ليکنې د موضوع او محتوياتو په هکله که څه ويلی شئ وليکئ او دلايل وړاندې کړئ ولې تاسو هوايي خبرې کړې دي لکه څنگه چې ستاسو ټول کارونه هوايي او بې دليله دي.

  3. داسړی ثابت روهي ډير سخت ناروغه ده، دثابت لا تر اوسه سر په د نه دی خلاس شوی چي تا لبان انسانان نه بلکه تر وحشي حيواواناتو نه ډير ځناور دي. دا اعمال او کړه د نړی په کومه برخه کي ليدل کيږي چه دوی يي کاروي دد ناروغو امارت له منځه وړل د هر افغان ايماني او سلامي وظيفه ده تر څو خوږ افغانستان مخ په وړاندي لاړشي او له پليتي تايفي نه په امان شي
    بری د افغان اولس ده

  4. مننه ورور مې پورته ليکنه کې دې ليکوال ورور مناسب استدلال کړی رښتيا هم تاليب اوس لگيا دی خدای نخواسته زمونږ دين را بدناموي دا د دوی احمقانه کړنې په دين پورې منسوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب