شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+افغانستان که طالبستان / عبدالله خيبر

افغانستان که طالبستان / عبدالله خيبر

په اوسنۍ نړۍ کې پر خلکو په  زور او جبر حکومت او واکداري نه کېږي، د خلکو کينه او حسادت تر ډېره په زړونو کې نه پاتې کېږي، اخېر هم په يوه اور بدلېږي، اور چې زيات شي حکومتونو ته دوزخونه زيږوي. هوښيار حکومتونه هغه دي چې د ملت حساسيتونه درک او وپېژني او داسې کارونو ته مخه کړي چې په اسانه د خلکو زړونه راخپل کړي، د زړونو خپلول اسان کار مګر لوی هنر دی.

د بيرغ مسله دومره ساده ده چې ماشوم هم پرې پوهېږي، هر هيواد يو ملي بيرغ لري چې په هغه پسې د حزبونو نه بلکې د ولسونو زونه تړلی وي. د ملي بيرغ په ليدو هر څوک د خپل وطن مينه کوي او د هر هيواد بيرغ يوه مانا او مفهوم هم ليږدوي، زموږ بيرغ بيا تر ډېرو بيرغونو ښه او د لوړ پيغام درلودونکی بيرغ دی چې زموږ ټوله اتلولي او وطنپرستي ترسيموي. له بيرغ نه نفرت له ملت او ولس نه نفرت دی، چې په دې حساس وخت کې لوی مشکلات زيږولی شي.

په افغانستان کې لويه ستونره دا ده چې لومړۍ خو حکومتونه پکې په زور او جنګ بدلېږي او بيا چې د هر چا لاس ته واک ورغی، پر ځای د دې چې ولس پر ځان راټول کړي، هڅه يې دا وي چې لوی ولس په خپل مذهب راواړوي او دې ته يې اړ کړي چې د دوی هر عمل په حقه او سم وګڼي. 

په دې څو تېرو جګړيېزو لسيزو کې چې هره ډله په زور او جنګ واک ته رسيدلې ده، د هيواد پر ارزښتونو يې ملنډې وهلي دي، بيرغ يې راغورځولی دی، اساسي قانون او ملي سرود يې له منځه وړی دی. دوی له نورې نړۍ او له ګاونيو هيوادونو هم پند نه اخلي په هغوی کې نظامونه بدل شي، کودتاوې وشي، خو بيرغ، قانون او ملي سرود پر ځای پاتې وي، چې بېرته پرې ولس او خلک په اسانۍ راټولولی شي.

که څه هم د سردار داود خان څخه وروسته خلقيانو هم خپل سور بيرغ د ملي بيرغ پر ځای ودراوه، خو د ډاکټر نجيب په حکومت کې ملي بيرغ بيا پر خپل ځای شو. مجاهدين چې قدرت ته ورسيدل، هرې ډلې ځان ځان ته بيرغ درلود، خو د رباني د جمعت بيرغ د ملي بيرغ ځای ونيو، دوی هم ملي بيرغ ته ارزښت نه ورکاوه، لکه دبيرغ په رنګونو کې چې د امان الله خان… او يا د نجيب تصوير ګوري. له هغوی نه ورسته چې  طالب راغی دوی هم خپل سپين بيرغ درلود او ملي بيرغ ته يې ارزښت ور نه کړ. د کرزي او غني په واکمنۍ کې بيرته ملي بيرغ خپل ځای ته راغی او ولس يې هم په ورين تندي هرکلی وکړ، لکه د دوی ورکې هيلې چې بيرته بيا راژږوندۍ شوي وي. دا دی طالب شل کاله وروسته بيا واکمنۍ ته ورسيد، خلکو فکر کاوه چې په دې شلو کالونو کې به بدل شوی وي او د ولس احساسات به يې درک کړي وي، خو طالب همغه پخوانی طالب دی، دوی د ولس د چيغو او سورو هيڅ پروا و نه کړه او ځينو يې وويل چې د همدې سپين بيرغ لپاره يې قرباني ورکړې ده. دوی ملي بيرغ بيرته له راښکته کړ او پر ځای يې خپل بيرغ ودراوه. طالب به ملت په زورخپل بيرغ منلو ته اړ کړي، خو په دې سره به د بيرغ خيثيت لوړ نه کړي، بلکې لا به يې بې ارزښته کړي، هر شی چې په زور پر ولس منل شوی، هغه په اخېر کې سپک شوی او اخېر ورک شوی دی.

پوهه حزبونه هغه دي چې د يو ملت احساسات راخپل کړي، بيرغ سره د ټول ملت زړه تړلی دی، که طالب ارزښت ورکړي، ملت به طالب ته ارزښت ورکړي او د طالب پښې به پر خپله ځمکه خښې شي او که ارزښت ورنکړي مانا دا چې طالب ته ملت او خپل خلک ارزښت نه لري، يوازې د خپل امارت غمخور دی، چې په داسې کولو سره به يې ورو ورو پښې له خپلې خاورې څخه وشکېږي. د استاد پسرلي خبره د ولس ډېرې خولې د غلبېل سوريو ته ورته دي چې ښه او بد ډېر ښه پرې جلا کېږي. که په دې غلبېل کې لواړ شوې نو پوه شه چې د حيواناتو د خوراک شوې.

دا چې بيرغ د يو هيواد هويت، فرهنګ او پيژنګلوي ده، زموږ د وطن دښمنان په همدې هڅه کې دي چې زموږ هويت ورک کړي او پر داسې څه مو نړۍ ته وروپيژني چې د کرکې او ډار سبب شو، د بيرغ په بدلون سره به طالب په تاريخ کې په ډېر بد نوم ثبت کړل شي او د نورو د استخباراتو ښکاره ګوډاګی به وبلل شي.

د بيرغ بدلول داسې مانا لري لکه څوک چې د افغانستان نوم بدلوي، بيا نو دا وطن ټول د طالب دی، حق لري چې د افغانستان نوم هم بدل کړي او طالبستان نوم پرې کېږدي. 

2 COMMENTS

  1. هغه کسان چه دتیر تاریخ نه پند نه اخلی او بیځایه خبری کوی هغه دملت له مینځه نه بلکه دیوی پټی ټولګی له ډلی بللی سو.
    طالبان دسپین بیرغ لاندی ددری رنګه بیرغ لرونکو شل کاله په جنګ اخته وه. دښارو دباندی اکثریت خلک اوسیږی او هغو طالبان ددری رنګه بیرغ له وړونکو سره په جنګونو کی لیدلی، طالبانو ته دپټی ځای او ډوډی او نوری مرستی کړی. اکثریت خلکو سپین بیرغ منلی او ددری رنګه بیرغ ماتی یی غوښتی ده. نو طالبان او سپین بیرغ له هغوی نه نمایندګی کوی. دری رنګه بیرغ دفساد، فحشا، بیدینی، او دکفر دمزدوری نه نمایندګی کوی. دری رنګه بیرغ که هرڅو سپیځلی وی خو بیا هم داشغال او فساد دنمایندګانو له خوا منفور سوی دی. که هغه اوس څوک ملی بولی نو درواغ وایی. تیرملت تیر ملت دی. اوسنی اوسنی دی. چه اوسنی ژوندی ملت یی رد کړی نو بیا دا دترقی او ملت خلګ ولی دمړیو خواهشات رازوندی کوی.
    افغانستان دژوندی اکثریت وخواهشاتو ته باید پاملرنه وکړی نه دمرو، تښتیدلو او دورکی اداری خواسته ګانو ته.

  2. ملا ثابته اوس په دې خبرو غواړي پل غلط کړې ههههههههههههه ته او د پاکستان مخالفت، طالب او د پاکستان دښمني هههههه
    ستا د ایجنټۍ ګڼې نښې شته. دا نن دې یوه نښه زموږ له ملي بیرغ سره دښمني. طالب چارواکي د بیرغ په اړه څه نه وايي خو ته لا هم له دې امله چې دا بیرغ د پښتون ژغورني غورځنګ په غونډو کې اوچت شوی او یا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د شهیدانو دجنازې په مراسمو کې لوړ شوی، له دې بیرغ سره دښمني کوې. او بې ضرورته یې یادونه کوې.
    موږ ټولو ته معلومه ده چې له ارګ نه دا درې رنګه ملي بیرغ چې د افغانستان د تاریخ او هویت سمبول دی، په هغه ورځ له ارګ نه لري شو چې د مور میړه مو(جنرال حمید فیض) کابل ته راغی. هم یې بیرغ درباندې کوز کړو او هم یې خپل جقانیان مقرر کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب