شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+توبه مې دې وي خدایه| دولت وزیري

توبه مې دې وي خدایه| دولت وزیري

د کلي خلک د غلو له لاسه ډېر په تنګ شول، هره ورځ به له یوه کوره غلا کېدله، غله د کلي وو، خو هېچا نه ویل چې زه غل یم، هر یوه څه کوله چې ملامتي پر بل واړوي.

بله ورځ د کلي خلک راټول شول، پرېکړه يې وکړه، چې، د کلي واړه او غټ، ښځې او نر به ټول له قران کریم څخه تېرېږي، د دې لپاره چې غله معلوم شي. قران کریم يې په یو څادر کې کښېښود، دوو کسانو يې یو او بل سر ونیو،

د کلي ټول خلک تر څادر لاندې تېر شول، خو غله پیدا نه شول، بیا هم هر چا پر یوه او بل د غله شک کاوه.

اصلي غلو دواړو په خپل منځ کې خندل او ویل يې، ښه ساده ګان د خدای دي، د څادر دواړه غاړې خو ما او تا نیولې وې، تېر ورڅخه دا نور کلیوال شول او بیا هم چا معلوم نه کړلو.

له دوی غلا هم کوو او قسم مو هم ورکړ.

کله چې خلک دومره ساده شي، چې غل او مل ونه پېژني، خبره دېته رسېږي، چې د کلي سپېڅلي خلک په کې سر وخوري. کله نا کله د قانون ځینې خلاګانې هم د ناقانونه غړو لپاره لاره برابروي.

هغه دواړو غلو هم چې د څادر دواړه غاړې يې نیولې وې او د کلي ټول خلک يې له قسم څخه تېر کړي وو، د کلي پر مشر يې تور ولګاوه چې دا ټولې غلاوې د ده په مشوره کېږي او په خپله هم په کې شریک دی.

خلک د کلي د مشر پر خلاف راپورته شول، واک يې دې دواړو سپین سترګو غلو ته ورکړ، چې د کلي د مشر په هکله پرېکړه وکړي.

د کلي مشر چې پوه شو، چې د ده د سرنوشت پرېکړه به اوس په خپله دغه غله کوي، بې له پوښتنې قاضي ته ورغی او د خپلې محاکمې غوښتنه يې ځنې وکړه.

قاضي د کلي خلک راوغوښتل، د مشر په هکله يې ترې پوښتنه وکړه، چې دا ستاسو مشر غل دی او که نه؟

ټولو په یوه غږ وویل چې نه خیر دا ډېر ښه سړی دی او موږ له ده څخه کومه بدې نه ده لیدلې،  خو یوازې دغه دواړه کسان تل د ده مخالفت کوي. ځکه نو کلیوال هم د کلي د مشر پر خلاف راپورته شولږ

قاضي قران کریم راوړ، د کلي ټولو خلکو ته يې وویل چې پر دې قرآن لاس کښېږدئ، چې تاسو غلا نه ده کړې.

د کلي وړو او غټو پر قرآن کریم لاس کښېښود، خو هغه دوه غله له ټولې هوښیارۍ او چالاکۍ سره- سره د قاضي په ګیر ورغلل.

څه ښه وايي:

ملخک یکبار  جستی، دو بار جستی، اخر به دستی،

هغه چې بل ازاروي په خپله ازار شي،

او یا

کوهي مه کېنه د بل سړي په لار کې

چېرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي

ته چې بل په غشو ولې هسې پوهه شه

هسې نه چې همغه به ستا په لور ګوزار شي

بله واقعي پېښه دا ده چې، په هرات کې یو کس د خپلې مېرمنې د وژلو په تور څو کاله بندي و، کله چې را خوشې شو، ښځه يې ژوندۍ او د هغه چا په کور کې وه چې پر ده يې د ښځې د وژلو تور لګولی و.

خلکو منډې وهلې چې هله غله دي ويې نیسئ،

غلو هم له ټولو ډېرې چیغې وهلې چې هله غله دي ويې نیسئ، خو ولس بې له دې چې په واقعیت ځان پوه کړي، په دغو شعارونو پسې منډې وهلې.

دوه غلو یو بډای کس په زور مخکې کړي وو، بډای چیغې وهلې چې غله دي، مړ کوي مې، ترې خلاص مې کړئ، کله چې خلک راغلل، دواړو غلو ژړل چې ورور مو لېونی شوی دی ډاکټر ته يې وړو.

بډای چیغې وهلې، چې زه جوړ او د دوی ورور نه یم،

غلو ژړل او ویل يې،

تا دې خدای جوړ کړي وروره، خو موږ دې غله یو. خیر دی.

اوس هم خدای مهربانه دی،

قاضي هم هغه د دوی پخوانی قاضي نه دی، چې د کلي د دواړو غلو د غلا د زکات په تمه به و، فرعون هم په چل او ول د خدايي دعوه کړې وه، خو ځای یې د نیل تل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب