شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهقریشي د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو شرطونه وړاندې کړل

قریشي د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو شرطونه وړاندې کړل

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د لارې نقشه وړاندې کړه.

شاه محمود قریشي د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په څنګ کې له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې، د واقعیت منل (یعني د طالبانو د حکومت منل)، له حوصلې کار اخیستل او تر ټولو زیات د طالبانو نه منزوي کول له طالبانو سره د چلند اساسي ټکي وبلل.

قریشي، چې په وروستیو کې د ځینو په باور د افغانستان د باندنیو چارو د وزیر رول لوبوي، اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، پاکستان نړیوالې ټولنې ته وړاندیز کوي چې د افغانستان په اړه یوه داسې د لارې نقشه جوړه کړي چې په نهایت کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو سبب شي.

دی وايي، که طالبان لازم شرطونه پوره کړل، بیا دې د هغوی له مشرانو سره مخامخ خبرې وشي.

قریشي د ټولشموله حکومت جوړول، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو رعایتول د طالبانو د حکومت د منلو لپاره شرطونه وبلل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو له لوري د دغو شرطونو د پوره کولو په بدل کې دې افغانستان ته پرمختیايي او اقتصادي مرستې ورکړل شي او په بیارغونه کې دې ورسره همکاري وشي.

ده زیاته کړه، «که دوی دا شرطونه پوره کړل، په رسمیت دې وپېژندل شي. خو نړیواله ټولنه باید په عین حال کې په دې هم ځان پوی کړي چې که دا کار ونه کړي نو متبادل څه لري؟ کوم انتخابونه شته. دا حقیقت دی، او ایا دوی په دې واقعیت سترګې پټولی شي؟»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هیواد یې سوله ییز او باثباته افغانستان غواړي چې تروریستان پکې ځای ونه لري.

قریشي له امریکا او د پیسو له نړیوال صندوقه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

له کله چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې درېدلي، د پاکستان اقتصاد هم اغېزمن شوی دی، د ډالر په وړاندې د پاکستاني روپیو ارزښت مخ په کمېدو دی ځکه چې له افغانستانه ډېر ډالر پاکستان ته تلل.

4 COMMENTS

  1. له طالبانو څخه زیات د پاکستان د افغانستان کنګل شوی سرمایی ته لالهانده دی ، هغه سرمایه د مصرف شی ندی دا د افغانیو پشتیوانه ده ، ښه دا ده چه طالبان افغانی په داخل د هیواد کی په ګردش کی راولی او بهرنی کرنسی بندی کړی او هیواد د بانکو اعتبار لوړ کړی :

    اولاندی ضروری کارو ته جدی اړتیاده:
    ۱: د ګمرکاتو په شفاف ډول ټولول بیغیر د کوم تغیر څخه ، ځکه د مالی نرخ او فیصدی ان په تیر حکومت کی هم کمه وه ، او که وکوالی شی په هغو اجناسو چه په هیواد کی تولیدیږی نوره هم مالیه لوړه شی چه په هیواد کی کار ایجادشی.
    ۲: ملی بودیجه د کابینی له لوری ژر تر ژره دوباره وکتل شی او منظور شی
    ۳: څرنګه چه بهرنی کومکونه کم شوی نو ممکن د دولت تشکیل او د معاشاتو حدود او اندازه دوباره له نظره تیره شی ترڅو د هیواد عواید د مصارف سره په تقریبی بالانس کی راشی .
    ۴: د هیواد سزمایدارو سره او سرمایه ګذارو سره اړیکی ونیول شی تر څو په هیواد کی سرمایه ګذاری وکړی او دوی باید تشویق شی .
    ۵: د معدنیانو ، کانونه چه تر اوسه په غیر فنی او په غلا ایستل کیږی ، کنترول او له د غلو له منګولو واستل شی او د دولت حقوق تر ټول شی .
    ۶: په زراعتی زمکو او کورونو او جایدادونو چه کومه مالیه پاتی ده په دی حساس وخت کی ضرور ده چه کسر بودیحه پری پوره کړل شی.
    ۷: د هوای ترانسپورت د عواید لاری چاری د و څیړل شی او اړونده ټکس او مالیه چه تیر حکومت می تقریبا ۱۰۰ میلیوونه ډالر کلنی کیدل .
    په نړی کی اکثره هیوادونه خپلی بودجی له خپلو عواید پوره کوی د کومک په طمعه ندی ناست او ضرور هم ندی.

  2. «د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وړاندیز کړی دی چې نړيواله ټولنه دې يوه داسې تګلاره غوره کړي چې له طالبانو څخه دي پکې خپلي غوښتنې مطرح کړي او هغوی ته داسې وړاندیزونه وشي چې له مخې يې د هغوی په رسميت پيژندنې ته لاره هواره شي.» دا ډیر شرمناکه وړاندیز دی!

    طالبان خو دي په زغرده د خپل ځان او کړو په باره کي د عمران خان او قریشي خولې ور وتړي چي دوی طالبان نړۍ والو ته د خپل وطن په هکله یو بې تګلاري او ناپوهه خلک معرفی کوی او بر آلا په خپل نظر سره د افغانانو سپکاوی کوي ، هغوی باید د پاکستان د ولکې څخه ځان خلاص او پر خپل ځای يې کښېنوی. هغوی دی زموږ د وطن په اړه د دلالۍ دنده پرېږدي. طالبان دی د خپل ملي دولت جوړښت دي د مسؤلیت په احساس سره مدنظر ونیسي، او ان د تیر دولت د اراکینو نه چي لا تر اوسه يې د نه استعفا په خاطر ملي او بین المللي مشروعیت د لاسه ندی ورکړی د باصلاحیته نړیواله نهادو په وسیله د پخلایني لاري وسنجوي تر څو د اوسني رکود او د پاکستان و شرمناکه دخل اندازیو ته د پای ټکی کښېږدي.
    څانګه هوډ

  3. سلا م
    نړیواله ټو لنه ماشومه شوې ده . احساساتی اوپه اټکل برخورد کوی.نړیواله ټولنه په کوم قانونی مشروعیت دیوه ملت په کورنیو چارو ،ملی حاکمیت، خاورې تمامیت، خپلواکی او د نورو هېوادونو په اموراتو کې مداخله او لاس وهنه کوی ثابته تګلاره له نړیوالې تولنې غلطه شوې.پوښتنه داده چې ایا نړیوالی ټولنې دغه شرایط دانګرېزانو زاړه کینګ ډم،دشمالی کوریا، یوشمېر افریقایی او اسیایی هېوادونو وامثالهم لپاره هم لری. که یوازې افغانستان ته یې سترګې نیولی رښتیا ! کوم مثال دنړۍ په کومه سیمه کې شته او که هسې دافغانستان لپاره دشکریې بارکزی ګیلې او پلمې دی؟
    وایی په غوږ ویشتلی بیدار وی ځینې هېوادونه په تېره بیا لکه فرانسه ،ایتالیا،شیطان انګرېز حتی نور غلام خو دنېتو غړی دی او له افغانستان څخه له سازاوبرګ سره ناکام ووتل دفرانسې بداخلاقه مکرون خو دوه لسیزو کې دښځو حقوق ،بشری حقوق ،دبیان ازادی ترپښو لاندې کړې وه نه یی شرط وه او نه مشروط!د نېتو دغه ډول غچ اخیستنه بله بې ننګي ده!!!
    څانګه هوډ محترمې خور ته:
    نظر ستا حق دی دطالب بودن اونه بودن مسله هم نه ده. زه حیران دې پاتې یم چې زموږ ۷ تنظیمه پاکستان کې را وټوکېدل خو هیچا دا ننګه ونه کړه چې څوک دی او څنګه.د ضیاالحق مړی له پاکستانیو موږ ښه وپاله بیا له هغه وروسته دکرزی او غنی په کچه دوه لسیز ې د استعمار په خره سپاره له هوسونو ډکو بمباریو تباهیو طوفانونو او سهامی شرکت سره راغلل بیاهم دغه دپارلمان یوشمیر غړی په نورو لوړو پوړو چارواکو کې چا نقد نه کړل.
    قریشی مریشی دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر نه دی دربانی قاتل زوی صلاح الدین ماشوم وزیروه چې ځینو بقالانو او ندافانو په دې وخت کې دهغه له برکته دانګریزی ژبې کورسونه اخیستی وه او هم یې دسفیر په توګه دېپلوماسی کوله. همدارنګه نن سبا دومره لویدیځ کلتور مشربه بدل شوی اجنت، ډلې ټپلی دی چې له افراطه وځی. هیله کوم چې مطلب دې اخیستی وی.
    دنړیوالې تولنې هم ساړه کیږی اوهم تاوده.
    عجیبه نړیواله ټولنه ده بشری حقوق را اخلی او به سیاست ورتپی، له ملګرو ملتو نیولې بیا ټول نړیوال سازمانونه خپل ارتجاعی خوی او عادت نه پرېږدی او تمه هم باید ور نه ونشی.

  4. د پنجابی پاکستان او د قیدانیو طالبانو خارجه وزیر قریشی ډیری تودی هلی ځلی کوی چی د امریکا او انګلیس په حمایت ژر تر ژره افغانستان باندی رسمی تسلط تر لاسه کړی او ددی لپاره ئی د همه شمول حکومت ډنډوری د شورای نظار او دوستم سره هم شروع کړیدی ، دا خیټوری نجسی ږیری د تنظیمونو په شان د افغان ملت دوښمنان دی او دوی ته د افغانستان استقلال اندکترین اهمیت نلری نظر و معلومات ته د پنجابی پاکستان د ISI يوه ډلګی کابل کښی ځای په ځای شوی دی او دا خائينی خیټوری خچنی ږیری رهبری کوی ، اوس روښانه څرګندیږی چی ولی ملی خائینین کرزۍ او عبدالله عبدالله په کابل کښی پلانیز ساتل کیږی او پدی کښی ئی هدف څه دی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب