په دوه زره شلم ميلادي کال کې پنځوس مدني فعالان د ورجو د یوه فارم او پټيو ټولې پنجرې ماتې کړې او ورجې یې له بېخه راوایستلې، دوی ولې اعتراض وکړ؟
د دې مدني فعالانو د اعتراض علت د جینیتکې بدلون موندل شویو غله جاتو په ضد و. دوی غوښتل چې په فلیپین کې د ورجو فارم له منځه یوسي. دا فارم د یوې مخصوصې تجربې لپاره کارول کیده، یعنی دلته طلایي ورجې یا ویټامین لرونکي ورجې کرل شوې وې. ساینس پوهانو غوښتل چې د دې ورجو په بوټي کې یو مخصوص جین یا ارثي معلوماتو ته بدلون ورکړي چې په ورجو کې ویټامین اې A هم شامل شي.
طلایې ورجې یا ګولډن رایس هغه ورجې دي چې د جین د بدلون موندلو له امله په دې ورجو کې ویټامین اې A د طبیعي پروسې چې فوتوسنتیز ورته وایوايي تولیدیږي. ساینس پوهان وتوانیدل چې د دې ورجو د لاس ته راوړل شویو ویټامین په ورځ کې دی د خوراک لپاره مناسب وګڼي. په دوه زره اتلسم ميلادي کال کې نیوزیلنډ او امریکا دغه غله تصدیق کړې وه او د خوراکې توکو لیست کې ګډه شوې وه.
د ویتامین ای A د کمښت له کبله تقریباً په نړۍ کې د شپږ میلیونه څخه زیات کسان د شپږ کلنۍ عمر نه ښکته ړانده شوې و. چې په دغه کې پنځه سوه زره کیسونه هیڅ د رغیدو امید نه درلوده. د داسې وریجو د څیړنو لامل دا و چې په اسیایي هیوادونو کې اویا فیصده انرژي خلک د وریجو څخه اخلي او د ویتامین ایA د کموالي د لمنځه وړلو لپاره یوه ښه تجربه وګڼل شوه.
جی ام او GMO یا جینیتکي بدلون موندل شوی اورګانیزم څه ته وایې؟
جی ام او د ژوندیو حجراتو، غله جاتو د جین بدلولو ته وایې. د خوراکې توکو او غله جاتو د جین بدلون دوی ته یو نوی مخصوص خواص ورکوي. په اسانه ژبه د یوې غلې یو جین د بلې غلې په ډی ان ای کې ارثي معلوماتو سره وصل کیږي چې په نتیجه کې یې د غلې په دانه کې بدلون راځي کله چې دا غله یا ترکاري وده وکړي هغه بدلون موندل شوي خواص پکې راظاهریږي.
دغه طریقه په زراعت کې د پیړیو راپدیخوا پر مخ وړل شوې ده، خو د نوې تکنالوجۍ سره دا طریقه د غله جاتو او میوه جاتو د جین یا ارثي معلوماتو په بدلون ورکولو کې هم مؤثره واقع شوې ده. د جي ام او غله د عنعنوي غله جاتو د تخم یا د بوټو د یوځای کیدو یا قلمه کولو سره توپیر دادی چې د جي ام او پروسه په یوه دقیقه تکنالوجۍ سره پر مخ ځي. ځکه د جین بدلول یا د ارثي خواصو بدلون یوه ډېره مغلقه او دقیقه پروسه ده چې د یوې غلې یا اورګانیزم ارثي خواص ایډيټ کوي. یعنی په ساده الفاظو د یوې غلې یو مخصوص جین د بلې غلې په جین کې وصل کیږي چې یوه نوې غله د یو مخصوص خواص سره ترې لاسته راځي لکه څنګه چې د وریجو په جین کې ویټامین ایA د فوټو سنتیز د تعامل له لارې وده پیدا کوي او طلایې وریجې یا ویټامین ایA لرونکې وریجې لاس ته راځي.
د جین ايډيټ په پروسې تقریباً څلویښت کاله کار شوی دی دا تکنالوجي په کال ۱۹۷۳ميلادي کې منځ ته راغله چې اول په حجراتو کې ترسره شو او بیا یې نورو برخو ته لاره پیدا کړه. رومیان یا باټینګن په ۱۹۹۴ ميلادي کال کې په لمړې ځل جین ایډيټ شو او په کاناډا کې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې په لمړي ځل ددغې پروسې تر تاثیر لاندې کبان په بازار کې وپلورل شو. ددې څو لسیزو نه راپدیخوا په نوموړي تکنالوجۍ کې خورا زیات پرمختګ شوی دی خو پوښتنه داده چې دغه ایډيټ شوي خوراکې توکې ولې په نړۍ کې دومره تر تاوده بحث لاندې دي؟ چې د ډېرو مدني فعالانو د قهر سبب ګرځیدلی دی. دلیل یې دادی چې ډیر خلک پدې فکر کوي چې د جي ام او د بدلون موندل شوي خوراکې توکې روغتیا ته زیان رسوي، مګر نوي فیصده ساینس پوهان پدې اند دي چې دغه ډول خوراکې توکې د انسان روغتیا ته هیڅ زیان نه رسوي.
دغه واټن ولې د ساینس او عام وګړو تر منځ راپورته شو؟
دا ځکه چې عام وګړي پدې اند دي چې دا خوراکې توکې روغتیا ته زیان رسوي، زهري کیدای شي او خورا زیات روغتیایي حساسیتونه رامنځته کوي. خو ساینس پوهان وایي چې دا د چاپیریال ساتنې لپاره مهمه لاسته راوړنه ده د وچکالۍ نه مخنیوی کوي او د انسان روغتیا ته ضرر نه رسوي. دا د نړیوالې ولږې په وړاندې یوه لویه لاس ته راوړنه ده چې غله نه ضایع کیږي او حاصل یې زیات وي. د خوراکې توکو د خوندي ساتلو لپاره د ساینس یوه مهمه لاسته راوړنه ده. دا سمه ده چې دغه ډول غله جات د وچکالۍ په وړاندې مقاومت لري، ډیر زیات څیړل شوي دي چې کوم ضرر نلري خو د نړیوالې ولږې مخنیوی نشي کولای.
نن سبا تقریباً نوي فیصده د جي ام او تکنالوجۍ څخه لاسته راوړل شوې غله د ایتانول (الکهول) او یا فرکتوز ( قند) او نورو محصولاتو لاسته راوړلو لپاره کارول کیږي. دا ځکه د نړیوالې ولږې مخنیوی نکوي بلکې مارکیټ ته ډیر قند لرونکې مواد لکه د فرکتوز شربت او د داسې نورو توکو د زیاتیدو سبب ګرځي.
جي ام او تکنالوجي په بعضو میوو کې ګټوره تمامه شوې ده لکه د هاوایی جزایرو یوه میوه چې تقریباً د ۱۹۵۰-۱۹۹۰ ميلادي کلونو پورې د یو ویروس له کبله هر کال خرابیده خو ددې تکنالوجۍ په واسطه په دغه میوه کې هغه جین ته بدلون ورکړل شو کوم چې د ویروس د ودې سبب ګرځېده. ددې سره ددې میوې ۷۵ فیصده حاصلات مخ په ښه کېدو شو او مرض د میوې نه ورک شو. یعنی کله چې میوه یا غله مرض وهي دغه تکنالوجي ورته ګټوره تمامیدای شي.
له دې دا جوتیږي چې ستونزه په تکنالوجۍ کې نه ده بلکې ستونزه د صنعتي فارمونو د مخته وړلو ده. مثلأ د جي ام او عمده غله جات جوار ، سویا بین ، لبلبو او یا مالوچ دي چې دغه ډول تخمونه چې رونډ اپ غله هم ورته ویل کیږي د یو هریبیساید یا سرې سره چې ګلایفوزیت نومیږي په وړاندې مقاومت لري. یعنی مشکل د کیمیاوي سرې سره وي. نو دهقانان باید پوه شي چې د جي ام او د غلو لپاره کومه سره استعمال کړي. اکثراً ددې سرو د تولید جواز یو څو کمپنۍ په نړۍ کې لري چې ګران بیه هم دی. ځکه داسې تخم د یو کال نه بل کال ته نه استعمالیږي او د مختلفو سرو سره حساسیت یا مقاومت لري،جي ام او یوه تکنالوجي ده چې د میوې او ترکارۍ رنګ او شکل ورسره ښایسته وي خو خوند یې نه وي.