شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو د ځانمرګو بریدګرو رسمي تشکیلات رامنځته کړي

طالبانو د ځانمرګو بریدګرو رسمي تشکیلات رامنځته کړي

تاند( پنجشنبه، د میزان لومړۍ نېټه) سرچینې وایي، چې د طالبانو اسلامي امارت په افغانستان کې له واکمنیدو سره، د ځانمرګو بریدګرو رسمي تشکیلات رامنځته کړي.

د طالبانو د اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې یې د دوی په اصطلاح د «استشهادي کنډک» یوه څانګه رسماً پیل کړې.

د سرچینې په حواله، یاده څانګه د بدخشان د والي مولوي امان الله منصور له لوري رامنځته شوې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او د والي ویاند معزالدین احمدي ویلي، چې  دغې څانګې له فعالیدو وروسته د والي مخکې پوځي مراسم هم  ترسره کړي او ډاډ یې ورکړی، چې د هر ډول ګواښ پر وړاندې مبارزې ته چمتو دي.

 د طالبانو چارواکو د دوی د «استشهادي کنډک» په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.

په کابل کې د طالبانو اړوند پر یو شمېر پوځي موټرو هم د «استشهادي کنډک» اصطلاح لیدل شوې ده.

ویل کیږي، چې طالبان د ارګ ماڼۍ هم د ځانمرګو بریدګرو په یوه لښکر ساتي او تعداد یې تر شپږو سوو کسانو رسیږي.

دا ښایي په نړیواله کچه لومړی ځل وي، چې یوه جنګي ډله واک ته له رسیدو وروسته ان د ځانمرګو بریدګرو په کچه له وسله والو ساتونکو برخمنه ده.

نړیوالو بشري ادارو د طالبانو د دغه کنډک په اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

5 COMMENTS

  1. دا ډول بی تجربی کړنی، تشکیلات او نومونی د افغانستان اوسنی نارک وضیعت نور هم خرابوی ، دوی کولای شول چه د خاصو کومانډو یا بل عام نوم یی پری ایښودلی وی بیا د خدای (ج) کړای وای چه بی هدف یی هم ځان الوزولی ، ځکه ځانمرګی اصطلاح او تشویقول د بشری نړوالو حقوقو او قوانیو نو خلاف عمل دی او د طالبانو په رسمیت پیژندلو کی مشکل ایجادوی او دښمن ته دلیل او برهان په لاس ورکوی . دارنګی کړنی او مشوری چه هرڅوک کوی او ورکوی د لستونی مار دی غواړی امارت له منځ څخه تحریب او په نړی کی منزوی کړی ، باید ورته سخته توجه وشی

  2. عسکر په خپله مانا ځان وژل دی. البته دتیر حکومت عسکر نه. امریکایایی عسکر هم ځان وژنی ته ورکوی ترڅو نور وساتی او که ژوندی پاته سی بیا یی په ترفیعګانو نازوی او که مړ سی بیا یی په میدالونو. دجاپانیانو کامه کازی لفظ هم داسی جنګیالیو ته استعمالیږی. هغه دجاپانیانو یو افتخار دی.
    استشهادی هغه عسکر دی چه پخوا به غازیانو دا صفت درلود خو استشهادی نه یادیدل.
    دافغانستان دښمنان خو هسی هم دطالبانو له نامه او دهغوی له هر کار سره مخالف دی. ترڅو طالبان ورته نه وی تسلیم سوی دوی به یی په هر ډول جه وی مخالفت کوی. ترڅو یو بین المللی عدالت نه وی او یا زور نه وی افغانان به وځورول سی.
    مونږ افغانان باید له صندوقونه دباندی فکر وکړو. اوسنی نړیوال حرکتونه دامریکایی او غربی استعمار دچلولو لپاره جوړ سوی دی.
    داستشهادی قوی جوړول او هغوی ته نور قوت ورکول خاصتا په بدخشان او تخار کی ډیر لازم دی. دا دطالبانو ښه فکر دی.
    ایران او تاجکستان تروریستان جوړوی او په تاجکستان کی یی راټول کړی دی. غټ خطر هلته موجود دی. نو مونږ باید الفاظ پریږدو او دهغه په نیزدی او عاجل ضرورت باندی خبری وکړو.

  3. همداسی استشهادی پوځونه باید په شرقی زون کی هم جوړ سی. دهند او پاکستان ایجنتان هلته فعال دی او دنورو ترورستانو رالیږلو امکانات زیات دی.
    پاکستان مالومیږی دتاجکستان سره یوځای سوی وی او شاید دطالبانو حکومت ته دسیسی حوړی کړی. دجلال آباد تروریستی پیښی او په تورخم او سپین بولدک کی په افغانانو باندی دروازی بندول او له افغانانو سره بدچلند کول دپاکستان دعسکرو یو پلان وی چه هغه بیا دکنړ له پیښو سره هم ټینګ تړاو لرلای سی.
    طالبان باید له تاجکستان، ایران او پاکستان سره ډیر محتاط وی. دښمنی باید اعلان نکړی خو دهغو دهر تجاوز ته آماده وی.

  4. ملا ثابته اوس په دې خبرو غواړي پل غلط کړې ههههههههههههه ته او د پاکستان مخالفت، طالب او د پاکستان دښمني هههههه
    ستا د ایجنټۍ ګڼې نښې شته. دا نن دې یوه نښه زموږ له ملي بیرغ سره دښمني. طالب چارواکي د بیرغ په اړه څه نه وايي خو ته لا هم له دې امله چې دا بیرغ د پښتون ژغورني غورځنګ په غونډو کې اوچت شوی او یا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د شهیدانو دجنازې په مراسمو کې لوړ شوی، له دې بیرغ سره دښمني کوې. او بې ضرورته یې یادونه کوې.
    موږ ټولو ته معلومه ده چې له ارګ نه دا درې رنګه ملي بیرغ چې د افغانستان د تاریخ او هویت سمبول دی، په هغه ورځ له ارګ نه لري شو چې د مور میړه مو(جنرال حمید فیض) کابل ته راغی. هم یې بیرغ درباندې کوز کړو او هم یې خپل جقانیان مقرر کړل.

  5. زه له ملا ثابت سره په دې برخه کې د نظر یووالی لرم چې پاکستان به د طالبانو په ضد هم له هیڅ هڅې لاس وا نحلي. پاکستان لکه تر اوسه چې د افغانستان د جمهوري حکومت پر ضد د طالبانو حمایت کولو، له دې روسته به د داعش او ممکن د طالبانو په مینځ کې د یوې بلې ډلې ملاتړ وکړي. دا د پاکستان همیشنی سیاست دی. پاکستان هیڅ وخت نه غواړي چې په افغانستان کې قوي او مستحکم دولت وي. د بلې خوا استعماري دولتونه تر خپل لاس لاندي کسان په یو بل قوت ډاروي. د طالبانو د رام کولو او د پاکستان غوښتنو ته د همیشه په شان د غاړه ایږدولو لپاره به پاکستان د دوی په مقابل کې یو بل قوت ساتي چې پرې فشار راوړي او تل دوی ته مطیع واوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب