جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد کرکټ بورډ اجرائیه رئیس د نامعلوم دلیل له مخې له دندې...

د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس د نامعلوم دلیل له مخې له دندې ګوښه شو

اند ( دوشنبه، د سنبلې ۲۹) د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس حامد شینواری له دندې ګوښه او پر ځای يې نن د افغانستان کرکټ بورډ ته نوی اجرائیه رییس ور وپېژندل شو.

کرکټ بورډ په خپره کړې خبرپآڼه کې د حامد شينواري د لرې کېدو دلیل نه دی لیکلی.

سرچینې ویلي، چې نوی اجرائیه رئیس نصیب خان نومېږي او د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري.

نوي اجراییوي رییس د معرفت په غونډه کې ډاډ ورکړ، چې افغان کرکټ ته به په پنځه کلن پلان باندې کار کوي.

نصیب خان وویل افغانستان نړیوال جام ته د چمتووالي په حال کې دی  او هڅه به وکړي ، چې

لوبغاړو ته ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

حامد شينواري هم تر دې دمه د خپل ځان په تړاو سپناوی نه دی ورکړی، چې ولې یې له دندې لرې کړ.

بل لورته د کرکټ یو شمېر شنونکو پر ټولنیزو رسنیو د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې نوموړی د کرکټ بورډ رئیس د شخصي عقدې له مخې له ندې لرې کړی دی.

افغان کرکټ پوهان دا پرېکړه غير عادلانه بولي او وایي د کرکټ بورډ د نوي رئیس په راتګ سره د افغانستان کرکټ د پرمختګ پرځای شاتګ ته روان دی.

دوی وای لومړیو کې نړیوال جام ته د لوبډلې پر اعلان له لوبډلمشر راشدخان سره د فضلي ناندرۍ هغه څه وو چې راشدخان له لوبډلمشرۍ استعفا وکړ او پر ځای ې محمد نبي لوبدلشمر وټاکل شو.

دوی وایي که حالت همداسې دوام وکړي نو افغان کرکټ به له ننګونو سره مخ شي.

1 COMMENT

  1. لامل یې دادی چې حامد شنیواری یو پیاوړی په کار پوه او استعداد لرونکی شخص دی ناپوهه شخص کله له یوه پوهه شخص سره کار کولای شی چې بیلګه یې همدا حامد شینواری او فضلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی