جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد نړیوال روغتیایي سازمان مشر په عاجل سفر کابل ته راغلی

د نړیوال روغتیایي سازمان مشر په عاجل سفر کابل ته راغلی

تاند( دوشنبه، د سنبلې ۲۹مه) د نړیوال روغتیایي سازمان رئیس تدروس ادهانوم قبریسوس په یوه عاجل سفر د افغانستان پلازمېنې کابل ته رغلی دی.

ویل شوي، چې هغه به د دغه سفر پرمهال د طالبانو د اسلامي امارت له رئیس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند او یو شمېر نورو چارواکو سره وویني.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د رامنځته شوي وضعیت او په ځانګړي ډول د روغتیایي خدمتونو د څرنګوالي په اړه خبرې د دغه سفر مهم هدف ښودل شوی.

د افغانستان روغتیایي سکتور تر څه موده مخکې او د جمهوري نظام تر سقوطه پورې د نړیوالو په مرسته خپلې چارې سمبالولې.

د طالبانو تر واکمنیدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې تر ډېره دریدلي او د طالبانو د سخت دریځه امارت له نرمیدو سره مشروط شوي، خو طالبان لا نړۍ سره په دې اړه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

څه موده وړاندې خبر ورکړل شو، چې تر څه باندې دوه زرو پورې روغتیایي مرکزونه د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د بهرنیو مرستو د ودریدوله کبله تړل شوي.

له دې سره ویل کیږي، چې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې واکسین هم باید په همدې ورځو کې پيل شوی وای، خو د مرستو او تمویل د نشتوالي له کبله دا کار نه دی شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی