Homeخبرونهد پاسپورټونو د وېش د بیا پيل هیله مندي؛ نوی سرپرست رئیس...

د پاسپورټونو د وېش د بیا پيل هیله مندي؛ نوی سرپرست رئیس یې وټاکل شو

تاند( دوشنبه، د سنبلې ۲۹مه) د طالبانو اسلامي امارت نن د افغانستان د پاسپورټ ریاست ته نوی سرپرست ټاکلی، چې ورسره د پاسپورټونو د وېش د بیا پیلیدو هیله مندي رامنځته شوې ده.

د یاد شوي ریاست په یوه اعلامیه کې راغلي، چې نوی ټاکل شوی سرپرست یې مولوي عالم ګل حقاني نومیږي او نن یې رسماً خپله دنده پيل کړه.

نوي رئیس د معرفۍ په مراسمو کې یې ژمنه کړې، چې د فساد پر وړاندې مبارزه او شفافیت ته به کار کوي.

 طالبانو مولوي عالم ګل حقاني د افغانستان پاسپورټ ریاست عمومي چارسمبالی مشر په توګه وټاکه، خو لا هم د دې ریاست چارې پیل شوې نه دي.

د مولوي حقاني په اړه ویل شوي، چې د طالبانو په تیره واکمنۍ کې د ملکي هوایي چلند ادارې او دغه راز د هوټلونو تصدۍ عمومي رئیس پاتې شوی. دغه راز یې په پکتیا او پکتیکا کې د ښاروال په توګه کار کړی او په وروستیو کې د طالبانو د ښوونې، روزنې اولوړو زده کړو د کمیسیون مشر و.

هغه په داسې وخت پر نوې دندې ټاکل شوی، چې ګڼ افغانان د مخکیني حکومت له سقوط وروسته د پاسپورټونو د وېش بهیر د ودریدو له کبله شکایت لري.

څه موده مخکې د پاسپورټ ریاست کارکوونکو د یوې غونډې پرمهال وویل، چې د پاسپورټونو وېش ته چمتو دي او په دې اړه د طالبانو د امارت پریکړې ته انتظار کوي.

طالبانو نه دي ویلي، چې ولې یې د پاسپورټونو د وېش بهیر درولی؟

ویل کیږي، چې د دې کار دلیل ظاهراً له هېواده د وتونکو ګڼو افغانانو د وتو پر وړاندې خنډ جوړول دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره ګڼ افغانان د سمدستي زیات شوي فقر او ګونګ راتلونکي له وېرې د هېواد پریښودو په تکل کې دي.

له دې سره ویل کیږي، چې د پاسپورټونو د وېش ځنډیدو له کبله په تور بازار کې په لوړه بیه د افغاني پاسپورټونو بازار ګرم دی او تر یو نیم زر ډالرو پورې د یوه پاسپورټ بیه ده.

1 COMMENT

  1. د اسلامی امارت زیاتره لوړپوړی مقرری د لویی پکتیا او لوی قندهار د خلکو ځخه وشوی. کیدایشی دا به هم د دوی په اسلام کی ویل شوی وی،

    پخوانی اسلامی جمهوری حکومت کی زیاتره لوړپوړی مقرری به د پنجشیر اولسوالی، لوګر او قندهار څخه کیدلی کیداشی دا به هم د هغوی په جمهوریت کی ویل شوی وه،

    عجب اسلام او عجب جمهوریت هغه هم په افغانستان کی؟؟؟؟؟؟؟ آیا په نوره نړی کی اسلام او جمهوریت د افغانستان د اسلام او جمهوریت سره فرق کوی او که ځمونږ افغانان په اسلام او جمهوریت نه پوهیږی ؟؟؟؟؟؟؟
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...