Homeخبرونهطالبانو د هرات یو مشهورزورواکی بندي کړی

طالبانو د هرات یو مشهورزورواکی بندي کړی

تاند( دوشنبه، د سنبلې ۲۹مه) د طالبانو د اسلامي امارت ځینو سرچینو ویلي، چې په هرات کې د دوی ځواکونو یو مشهور سیمه ییز زورواکی حبیب الله غوریانی نیولی.

غوریانی په هرات کې په باج اخیستو او زورواکۍ مشهور و او څو میاشتې مخکې یې د نیول کیدو لپاره د مخکیني پرځول شوي حکومت څو ورځیني عملیات ناکام شوي وو.

د هرات یو شمېر اوسیدونکو د حبیب الله غوریاني د نیول کیدو هرکلی کړی او د طالبانو دا کار یې ستایلی.

د طالبانو رسمي سرچینو او دغه راز خپله غوریاني په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

پرون طالبانو په کابل کې هم د یو شمېر مشهورو غلو او لوټمارو د نیول کیدو خبر ورکړی و.

له دې سره راپورونه څرګندوي، چې د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې جنایي پېښې له څه موده وقفې وروسته بیا د اندیښنې وړ ګرځیدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...