جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeسیمه - نړۍمولانا فضل الرحمان: پاکستان دې طالبان عاجل په رسمیت وپېژني

مولانا فضل الرحمان: پاکستان دې طالبان عاجل په رسمیت وپېژني

تاند( دوشنبه، د سنبلې ۲۹مه) د پاکستان د جمیعت علمای اسلام مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان، چې د افغان طالبانو له نیږدې ملاتړو څخه دی، د پاکستان پر حکومت غږ کړی څو د طالبانو اسلامي امارت په عاجل ډول په رسمیت وپېژني.

نوموړي نن په لاهور کې ویلي: د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل د افغانستان په رسمیت پېژندل او دغه هېواد سره لازمو بشري مرستو ته زمینه برابرول دي.

مولانا فضل الرحمان په ورته وخت کې ادعا کړې، چې چین او روسیې غوندې هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو زر رسمي کولو ته لېواله دي، ځکه خو پاکستان هم باید بېړه وکړي.

فضل الرحمان په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام خلاف د وسله والو طالبانو د اوږدې جګړې د روا ګڼلو له مهمو مفتیانو څخه و.

هغه دا غوښتنه په داسې مهال کړې، چې د پاکستان صدراعظم عمران خان ظاهراً د طالبانو د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي.

عمران خان ادعا کړې، چې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره به د ټول ګډونه حکومت په رامنځته کولو او دغه راز بشري حقونو ته د طالبانو پر عملي ژمنیا خپل ټینګار ته دوام ورکړي.

پر افغانستان د طالب واکمنۍ له پيله، څه باندې یوه میاشت کیږي، خوتراوسه هیڅ کوم هېواد د دوی اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی