Homeخبرونهظریفه غفاري: نړیوال دې په قطر کې د طالبانو دفتر زر وتړي

ظریفه غفاري: نړیوال دې په قطر کې د طالبانو دفتر زر وتړي

تاند( دوشنبه، د سنبلې ۲۹مه) د افغانستان د میدان وردګو ولایت مخکینۍ ښارواله ظریفه غفاري، چې د جمهوري نظام له ړنګیدو سره د فرانسې پلازمېنې پاریس ته تلې، له هغه ځایه د  افغان ښځو د غږ پورته کولو لپاره د مبارزې خبر ورکړی.

نوموړې له افغانستان انټرنیشنال ټلویزون سره په یوه ځانګړې مرکه کې له هېواده د وتو د مجبوریتونو او خاطرو د بیانولو ترڅنګ د طالبانو د مهارولو لپاره له نړیوالې ټولنې څخه خپلې غوښتنې مطرح کړې.

مېرمن غفاري وویل: طالبان د امریکا د یوې ناوړه معاملې په پایله کې لکه اټوم بم تبلیغ او په زوره پر افغانستان وتپل شول، اوس په کار ده چې نړیوال یې په رسمیت ونه پېژني، د قطر دفتر یې وتړي او په نړیوال تور لیست کې یې د مشرانو نومونه خوندي وساتي.

دغې افغان فعالې د امریکا متحده ایالاتو ترڅنګ پر افغان سیاستوالو او چارواکو هم نیوکه وکړه، چې له فرصتونو یې سمه ګټه وانخیسته او د ترهګرۍ پر وړاندې یې مسوولانه او سمه مبارزه ونه کړه.

هغه په ورته وخت کې زیاتوي، چې نړیوال دې له افغان ولس سره د طالبانو په لاس نه؛ بلکې په مستقیم ډول بشري مرستو ته دوام ورکړي.

ظریفه غفاري په دې مرکه کې دا هم وویل، چې د طالبانو پر وړاندې له افغان ولس سره د نړۍ متحد کیدل به پر افغانانو احسان او خیرات مصرفول نه وي، ځکه د دې ډلې د واکمنۍ او ظلمونو له دوام سره به افغانستان بیا د نړیوال تروریزم په مرکز بدل او ټوله نړۍ ترې وګواښل شي.

د طالبانو د قطر دفتر چې څو کاله وړاندې له امریکا متحده ایالاتو سره د دغې ډلې د مذاکراتو په پایله کې پرانیستل شو، تراوسه لا پرانیستی او دوی ترې له نړۍ سره د خپل تازه جوړ شوي حکومت ترینګلې اړیکې سمبالوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...