جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهطالبان: ښځو ته به اغېزناک بنسټ جوړ او د علماوو په پریکړه...

طالبان: ښځو ته به اغېزناک بنسټ جوړ او د علماوو په پریکړه لوړپوړې دندې ورکړو

تاند( دوشنبه، د سنبلې ۲۹مه) د طالبانو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې دوی به ښځو ته د ځانګړي او سمبولیک وزارت پرځای یو اغېزناک بنسټ جوړ کړي.

هغه دغه راز ویلي، چې پر مهمو دندو د ښځینه وو د ګومارنې پلان شته، خو دا کار به په دې اړه د دیني عالمانو له وروستۍ پریکړې وروسته عملي ګام واخیستل شي.

مجاهد په تازه څرګندونو کې د مخکیني دولت د ښځو چارو وزارت سمبولیک ګڼلی او ټینګار یې کړی، چې دوی به ښځو ته په دولت کې دندې ورکړي.

د ده په خبره، د ښځو چارو د لغوه شوي وزارت ښځینه کارکوونکي په نورو دولتي ادارو کې جذب کړي.

طالب ویاند نه ده مشخصه کړې، چې د ښځو لپاره به د دوی جوړیدونکی بنسټ په کومه کچه وي.

هغه وړاندې ویلي و، چې مهمه نه ده ښځو ته دې خامخا وزارت جوړ شي، کیدای شي دوی ته د یوه معینیت یا ریاست په کچه هم لازم کارونه وشي.

دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې پرون هم لسګونه افغان ښځو په کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې پر طالبانو توندې نیوکې وکړې.

دوی له طالبانو وغوښتل، چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي، اعاده یې کړي او پر وړاندې يې پيل کړې ننګونې او قیودات پای ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...