جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد کابل نړیوال هوايي ډګر رسماً کورنیو او بهرنیو الوتنو ته چمتو...

د کابل نړیوال هوايي ډګر رسماً کورنیو او بهرنیو الوتنو ته چمتو شو

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۹) د افغانستان د ملي هوايي چلن چارواکو رسماً اعلان وکړ چې د کابل نړیوال هوايي ډګر نړیوالو او کورنیو الوتنو ته پرانیستی دی.

د اګست په ۲۶ د تروریستي برید له کبله، چې مسوولیت یې داعش په غاړه واخیست او نژدې ۲۰۰ تنه پکې ووژل شول، د کابل د هوايي ډګر ځغاستلیکه زیانمن شوې وه.

د قطر او ترکیې تخنیکي ماهرانو د کابل د نړیوال هوايي ډګر په بیا فعالیدو کې مرسته کړې ده.

له دې هوايي ډګره د روان سپټمبر په ۴ مه لومړنۍ کورنۍ الوتنه وشوه، او لومړنۍ نړیواله ملکي الوتنه له کابله دوحې ته د سپټمبر په ۹ مه وشوه.

د سپټمبر په ۱۳ مه لومړنۍ تجارتي یا مسافروړونکې الوتکه، چې له اسلام اباده الوتلې وه، پر دغه هوايي ډګر کښېناسته.

خو لا هم نړیوالو هوايي شرکتونو کابل ته د پخوا په څېر منظمې الوتنې پیل کړي نه دي او یوازې د پاکستان د هوايي شرکت پي آی اې الوتکې کابل ته راځي او له دې ځایه په لوړه بیه سپرلۍ اسلام اباد ته لېږدوي.

تمه ده چې په تدریج نورو ځایونو ته هم الوتنې پیل شي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب