جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد سعودي د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو مسولیت دی چې...

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو مسولیت دی چې ښه حکومت جوړ کړي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۸) د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود، چې هند ته تللی، وايي، طالبان مسوولیت لري چې ښه او ټولشموله حکومت جوړ کړي.

ده د هند له هندو ورځپاڼې سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې نه هند او نه هم سعودي عربستان په افغانستان کې دیپلوماتیک حضور لري او نه هم له طالبانو سره رسمي تماس لري نو بیا څرنګه دوه هیوادونه د افغانستان په اړه همکاري کولی شي؟ وویل «فکر کوم د افغانستان په اړه تر ټولو ډېره اندېښنه د ثبات په تړاو ده. زموږ اصلي لومړیتوب امنیت دی او دا دی چې دا هیواد بیا د نړیوال تروریزم پر سرچینې بدل نه شي. په دې برخه کې په افغانستان کې اوسني مشران، طالبان، مسوولیت لري چې سم قضاوت او حکومت وکړي، ټولشموله واوسي، د افغانستان ټولو خلکو ته فرصت ورکړي او یوه داسې لاره غوره کړي د سوکالۍ، امنیت او ثبات لور ته ځي. دوی باید د امنیتي وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې هم په پام کې ونیسي.»

د سعودي عربستان له بهرنیو چارو څخه پوښتنه وشوه چې ایا دا احتمال شته چې طالبان اعتدال ته مخه کړي په تېره بیا د ښځو، تروریزم او نورو برخو کې؟

ښاغلي السعود وویل، موږ له دوی سره خبرې کولی شو، ښه مثالونه ورکولی شو او په دې برخه کې همږغۍ هم مرسته کولی شي چې دوی سمې لارې ته وهڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی