جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد ښوونې او روزنې له پوهنتون څخه د رباني نوم ایسته کړل...

د ښوونې او روزنې له پوهنتون څخه د رباني نوم ایسته کړل شو

تاند( دوشنبه، د سنبلې ۲۹مه) د طالبانو د اسلامي امارت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون له نوم څخه د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د نوم ایسته کیدو امر کړی.

هغه په یوه رسمي مکتوب کې لیکلي، چې تحصیلي بنسټونه ملي شتمنۍ او پانګې دي.

حقاني زیاته کړې، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې دا شتمنۍ هم د سیاسي موخو لپاره په مختلفو نومونو نومول شوي او سیاسي او قومي تبعیض ته ورسره لمنه وهل شوې.

هغه د بېلګې په توګه د کابل د ښوونې او رزونې پوهنتون یاد کړی، چې د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني په نوم نومول شوی و.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ویلي، چې یاد شوی پوهنتون به له دې وروسته بیرته د کابل د ښوونې او رزونې د پوهنتون په نوم یادیږي.

د یادونې وړ ده، چې دا پوهنتون د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري د پروفیسور رباني له وژل کیدو وروسته د نوموړي په نوم نومول شوی و.

هغه مهال دا پریکړه له یو شمېر توندو غبرګونونو سره مخ شوې وه، خو حکومت اعتراضونه جدي نه وو ګڼلي.

طالبانو پر کابل له واکمنیدو وروسته ویلي، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال ورته نومونې ورته اعتبار نه لري.

د دوی اسلامي امارت څه موده مخکې د کابل نړیوال هوایي ډګر، چې مخکیني ولسمشر اشرف غني د بل پخواني ولسمشر حامد کرزي په نوم نومولی و، بیرته د کابل هوایي ډګر په نوم ونوماوه.

1 COMMENT

  1. دا خو یې لوی ملي کار وکړ او هیله ده چې د طالبانو په نوم یې هم نکړي. ځکه دا به بیا سبا بل څوک لرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب