جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد طالبانو سرپرسته کابینه به زر د لوړې مراسم ترسره کړي

د طالبانو سرپرسته کابینه به زر د لوړې مراسم ترسره کړي

تاند( دوشنبه، د سنبلې ۲۹مه) د طالبانو اسلامي امارت په نیږدې راتلونکي کې د خپلې سرپرستې کابینې د بشپړیدو او د دوی د لوړې د مراسمو د ترسره کیدو خبر ورکړی.

د طالبانو د اسلامي امارت د چارو ادارې سرپرست مولوي احمد جان احمدي نن د اوبو او بریښنا وزارت د سرپرست مولوي عبدالطیف منصور د معرفۍ پرمهال دا خبره کړې ده.

د ده په وینا، د لوړې مراسمو د ترسره کیدو لپاره یو ځانګړی کمیسیون هم ټاکل شوی.

نوموړي په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.

طالبانو یوځل مخکې هم د خپلې سرپرستې کابینې د لوړې مراسمو ته تیاری نیولی و، خو دغه مراسم یې لغوه شوي وو.

ویل کیږي، چې د هغو مراسمو د لغوه کیدو لوی دلیل د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته د بهرنیو هېوادونو نه چمتووالی و.

د طالبانو د تر ټولو نیږدې ملاتړي پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو شرط ایښی، چې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د رامنځته کیدو، بشري او نورو اساسي حقونو ته د طالبانو د درناوي او نړیوالو سره د ښه تعامل په صورت کې به د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب