یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمتقاعد پوځي افسر: پاکستاني طالبان خوارج او د دوزخ سپیان دي

متقاعد پوځي افسر: پاکستاني طالبان خوارج او د دوزخ سپیان دي

تاند (دوشنبه،‌ د سپتمبر۲۰مه) — د پاکستان د پوځ یو متقاعد افسر زید حامد وایي چې پاکستاني طالبان خوارج او د دوزخ سپیان دي.

حامد په ټوېټر په یوه وروستي ټویټ کې د پاکستان د حکومت له خوا پاکستاني طالبانو ته د بخښنې اعلان غندلی او دا کار یې د پاکستان د حکومت کمزورتیا او د پاکستاني ارزښتونو توهین بللی دی.

حامد پاکستاني طالبان ترهګر او خوارج بللي او لیکلي یې دي، «د پاکستان د کمزوري حکومت د یوه کمزوري وړاندیز په مقابل کې، ترهګرو خوارجو دغه حکومت وشرماوه. پرعکس یې، یادې ډلې د پاکستان د نظریې او شهادتونو ملکیت هم په خپل لاس کې واخیست.»

دغه متقاعد پوځي افسر پاکستاني طالبان د دوزخ سپي بللي او لیکلي دي، «د جهنم سپیانو کې اوس دومره همت پیدا شو چې پاکستان او د هغه روحاني نظریات اغوا کړي.»

سید زمان حامد په خپل ټوېټر او فیسبوک پاڼو په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي تحریک په بریا د خوښۍ پوسټونه کوي، او له طالبانو څخه غواړي چې د ښځو لاریونونو ته اجازه ورنه کړي، ځکه دا د هغوی په مقابل کې د امریکا د استخباراتي ادارې توطیه ده او که دوی اجازه ورکړي دا بهیر به لا نور پراخ شي.

ویل کیږي چې نړۍ وال ائتلاف او په ځانګړې توګه امریکایي ځواکونو له ۲۰۰۱ څخه د پاکستان په خاوره کې له خپلو بېسونو څخه په افغانستان کې بمبارۍ وکړې او د طالبانو پر ضد د عملیاتو لپاره یې پاکستان ته له دېرش زرو میلیونو ډالرو څخه ډېرې پیسې ورکړې، لاکن حامد په خپلو بېلابېلو پوسټونو کې د افغانستان پخواني چارواکي د سي آی ای د سپیانو په نومونو یاد کړي دي.

دغه پخواني پاکستاني پوځي افسر په افغانستان کې د طالبانو په واک ته رسېدلو د خلکو له خوا د شکر سجده ستایلې او لیکلي یې دي چې په دې سجدې سره عرش ولړزېد لاکن په پاکستان کې د طالبانو په لاس د شریعت راوستلو هڅې یې د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی ای) او هندوستان د استخباراتي ادارې (را) کارونه بللي دي.

ویل کیږي چې پاکستان په تېرو شلو کالونو کې دوه مخې لوبه وکړه؛ له یوې خوا یې د افغان طالبانو ملاتړ کاوه او بلې خواته یې نړۍ وال ائتلاف ته اډې ورکړې وې، تر دې چې د وخت لومړي وزیر یوسف رضا ګېلاني له نړۍ وال ائتلاف څخه وغوښتل چې له لیرې ځای نه دې د افغانستان جنګ ته مرمۍ نه راوړي، پاکستان حاضر دی چې په لږ قېمت یې پرې خرڅې کړي.‌

5 COMMENTS

  1. When taliban were fighting in Afghanistan, they were called holy worriers, but now when they fight in Pakistan they are called khawarij by this hypocrite infidel.
    Jihad in Pakistan is the real jihad because the worst anti Islam activities are happening there.

  2. الله دې مجاهدینو ته توفیق ورکړي. زموږ دعاګانې ورسره دي. پاکستان چټل او د نه منلو ملک دی. د اسلام په نامه آزاد خو مسلمان نه دی. قانون یې د انګریز دی. باید ژر تر ژره اسلامي نظام پکې قایم شي. الله دې وکړي.

  3. الله ﷻ شرمولې طالبه ! چيرې ده ستا افغاني پښتني غرور سي دغه ددجال جناح فرنګي لمسی ستا په استاذيتوب خبرې کوي؟ تاته د افغانو خوندو سي د نازو انا او زرغونې انا او ملالې انا لمسيانې دي دغه د هيرا د مڼډيي له رڼډۍ زيږيدلی خبيث لارښوونه کوي او زما په کور کې تياره غواړي او خپل د فاحشو دوزخي کور رڼا غواړي ! طالبه د شرم ځای ده سي ستا په استاذيتوب دغه فاحش د فرنګي زوی خبرې کوي. په شانګهای غړو هيوادو غوڼډه کې سي په ازبکستان يا قزاقستان کې جوړه وه ستا په استاذيتوب عمران چرسي او قريشي خبرې کوي ?. ايا ته رښتيا غلام يې ، ايا تا رښتيا دغه زما نيکونو خاوره د پنجاب پنځمه سوبه کړه؟ ته مسلمان يې افغان يې سي دغو رذيلانو ته د خولې پرانيستلو اجازه ورکوې ؟ دغه حراميان د فرنګي اولاده د افغان ولس په استاذيتوب خبرې کوي او ته چوپه خوله يې! وجدان او افغاني حرمت د چيرې ده ای د يرغلګر ماتونکې او د پنجاب د ځنځير غلامه. دا د شرم ځای ده سي له امريکا د هيواد ستا په ژبه ازاد او زما ولس د تورمخي پنجابي فرنګي مستعمره کړ. چيرې ده ستا افغانيت ؟?☹️

  4. ورته ټینګ شه ، موږ خو ستاسی د ملایانو خبره ومنله او شریعت مو قبول کړ، اوس ستا له شریعت سره ولی ورانه ده .او دا پاکستانی ملایان باید درته لار وښیی ، شریعت او مسلمانی خو د منی پوټی ندی چه له کشمیر او افغانستان څخه بی غیر بل ځای یی کرل نادانی او لیونتوب وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب