یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پاکستان سفیر: افغانستان ته مو بشرپاله مرستې ولیږلې

د پاکستان سفیر: افغانستان ته مو بشرپاله مرستې ولیږلې

تاند:(یکشنبه، د سنبلې ۲۸مه) په کابل کې د پاکستان سفیر ویلي، چې افغانستان ته یې د بشرپاله  مرستو لومړۍ جوپه را رسیدلې ده.

پاکستاني سفیر منصور احمد خان پرخپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې دا مرستې په ۱۳ محمولو کې وې او د تورخم دروازې له  لارې افغانستان ته لیږدول شوي.

سفیر د دغو مرستو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي چې یاده مرسته به د افغانستان مختلفو ولایتونو ته واستول شي.

د طالبانو اسلامي امارت، چې پاکستان سره تر بل هر هېواد زیاتې نیږدې اړیکې لري او تر څه موده مخکې پورې یې مشران په دغه هېواد کې اوسیدل، د یادو مرستو د ترلاسه کولو او وېش په اړه څه نه دي ویلي.

مخکې د طالبانو د اسلامي امارت رئیس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند د کابینې په غونډه کې ویلي و، چې د مرستو د وېش لومړیتوب به پنجشېر ولایت ته ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت له جوړیدو سره په افغانستان کې د بې روزګارۍ او شدید اقتصادي فقر له کبله بشري وضعیت له جدي بحران سره مخ شوی.

نړیوالو بشري ادارو خبرداری ورکړی، چې د روان میلادي کال ترپایه به په افغانستان کې د فقر کچه ۹۷ سلنې ته لوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب