یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکرزی له طالبانو نهیلی شوی او دولت یې ټول ګډونه نه ګڼي

کرزی له طالبانو نهیلی شوی او دولت یې ټول ګډونه نه ګڼي

تاند( یکشنبه، د سنبلې ۲۸مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د برتانیې له سنډي ټایمز ورځپاڼې سره په تازه  مرکه کې د طالبانو پر اعلان کړي حکومت کنایوي نیوکې کړي او ترې نهیلی ښکاري.

کرزي په دې مرکه کې ویلي: افغانستان داسې حکومت ته اړتیا لري، چې ښه خدمات وړاندې کړي، نړۍ سره یې اړیکې ښې وې او خلک له وېرې پرته ورسره د خوشالۍ ژوند وکړي.

د کرزي په خبره، دی د دویم مقاومت جبهې او طالبانو د مذاکراتو له پایلو نهیلی شوی او هیله من دی، چې د طالبانو دولت ټول ګډونه او د ټولو د منلو وړ وګرځي.

دغه پخوانی افغان ولسمشر، چې کابل ته د طالبانو له را ننوتو سره د دوی نیږدې ملاتړی ګڼل کیده، زیاته کړې: طالبانو ته مې د ښځو د زده کړو، په دولت کې د دوی د مشارکت او دغه راز ملي بیرغ د ارزښت په اړه ټینګار وکړ، دوی ظاهراً راسره ومنل، خو عملاً یې دې موضوعاتو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.

کرزي ټینګار کړی، چې د افغانستان دولت باید د ټولو قومونو هینداره وي او ټول پکې ځان وویني.

د ده په وینا، د طالبانو اعلان کړی سرپرست حکومت د ټولو قومونو،نارینه او ښځینه وو مشارکت نه لري.

طالبانو د کرزي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د دوی یوه ویاند قاري سعید خوستي تېره شپه په یوه ټلویزوني بحث کې خپل یوه امریکا مېشتي منتقد ته په خطاب کې وویل: هېواد نه ولې تښتیدلی یې، راشه خدمت وکړه، له کرزي او عبدالله څخه خو غټ مجرم نه یې، چې ډاریږې او تښتیدلی یې!

2 COMMENTS

  1. که طالبان ټول ګډونه حکومت جوړوي نو باید نوي باسواده ځوانان او د تیرو حکومتونو صادق او وطندوسته اشخاص استخدام او په حکومت کې شامل کړي. مګر هیڅکله دا د تیرو څلویښتو او خاصتا د تیرو شلو کلو اشخاص لکه کرزی عبدالله محقق خلیلی قانونی مسعودیان ربانیان ګلبدیان او دوی پورې تړلي ملي خاینین په حکومت کې پرینږدي. ددوی سره باید ددوی د مال او جایداد او نورو غلاو حساب وشي.

  2. سلام
    حامد کرزی خپلې ټولې مرداری او تیره هېڅ ګڼی . ګلم جم یی وپړسول ،پنجشیر یې ولایت کړ خو دهلمند او کندهار تعلیمی سیستم یې وڼړاوه دواړه ولایتونه یې تقریبا ختم کړل. معاهدې اوقراردادونه یې لاس لیک کړل. دبهرنیو سره کور په کور وګر ځېد.مرموز بې کفایته ، ډارن محافظه کاره لاس پوڅی مزدوری لپاره یې موړه په ډډه کړه. ګوګل ته لاړشی چې دبن ککړ کنفرانس کې داستعمار او استعباد په ابزارو سپور کرزی څه ډول او کومونخرو دجبهه تجارت ،خیزش مردمی لنډه غرو ته راوستل شو .
    ددوم شاشجا ع دخامې غوښې انترنیتی کیسه له یاده وتلې چې په ارګ کې ترسره شوې.دا رښتیا کر دی نه اوری او یا قصدا ځان تېر راوړی .تاسې دده خاین ،چپی ، وطن پلورونکی پرچمی او خلقی کابینه وڅېړۍ لکه حنیف اتمر ګوډ، ګلاب منګل، عمر زاخیلوال، دولت وزیری او داردو نور چپیان حتی تردې چې مزدور بیسواد کودن فهیم ده ته د څپېړې ورکولو منت وکړ.
    دټول شموله حکومت مانا او مفهوم په اټکل ،ډله ،نندارو، دقومونو په ځان لیدنه،وېش،کوټې او کڅوړو تقسیمولو مسله نه ده بلکی دملت تاریخی مستقبل دی !چې په زغرده دملی حاکمیت ،خاورې تمامیت، خپلواک دریځ اوقاطع زعامت څخه نمایندګی کوی . دغه برخې یود بل سره کلک تړاولری چې دحکومت دملی یووالی ،قلمرواو سیاست ته په ټولو سکتورو کې وفادار، مسول،او مخلصانه خدمتګار پاتې کیږی .
    طالبان باید دملت بهرنی او کورنی سیاست لپاره مجهزې باکفایته غونډې اوبرنامې ولری دغه نزاکت ،ظرفیت او سیاست جدی او بېړنی وګڼی او په لوړو اوژورو ستراتیژی او میکانزم یې محاسبه کړی. دحکومتولې په کچه راڅرګند شی دملت سره دملت په ژبه اوله بهر سره دبهر نوې دروازې ستراتیژی پرانیزی. دپلمو اواحساساتی ګونګو سیو لپاره مناسب دریځ ولری او په نن باندې کار وکړی ، په لنډه نړې کې په لنډو دېپلوماسیو له یوې سرچینې ځانونه پوه او خبر کړی.
    دکرزی هوښیاری به داوی چې دده په تکیه کلا م کې (عالم اسباب) خپله ګناه له چلو صافه وباسی او له مظلومو کونډواورنډو څخه داسلامی اصولو په رڼاکې رسما «عفوه» وغواړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب