Homeخبرونهایران: امریکا د داعش او القاعدې له جدي ښودلو سره بیا پر...

ایران: امریکا د داعش او القاعدې له جدي ښودلو سره بیا پر افغانستان د برید نیت لري

تاند( یکشنبه، د سنبلې ۲۸مه) د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا په یوه تحلیلي راپور کې پر امریکا متحده ایالاتو تور پورې کړی، چې په افغانستان کې د داعش او القاعدې ډلو د خطر له جدي ښودلو سره بیا پر دې هېواد د برید زمینه سازي ځانته کوي.

دغه خبري اژانس، چې د ایران د دولت رسمي نمایندګي کوي، په دغه تحلیلي راپور کې په دې اړه د یو شمېر افغان سیاسي څېرو او شنونکو نقل قولونه هم اخیستي.

سرچینې د عمر زاخېلوال په مشرۍ د افغانستان د نجات حرکت د مرستیال جعفر مهدوي او پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د نیږدې شنونکي غلام جیلاني ځواک له څرګندونو استفاده کړې، چې د یادې وړاندوینې  پخلی یې کړی.

شنونکو دغه خبري اژانس ته ویلي، چې امریکايي چارواکي خو یا په افغانستان کې القاعدې او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو ته د ماتې ورکولو په اړه غلط غږیږي اویا خو یې د داعش او  القاعدې د جدي ګڼلو په اړه څرګندونې ناسمې دي.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتو او دلته د طالبانو له واکمنۍ سره په وروستیو ورځو کې پر طالبانو مرموز بریدونه هم پيل شوي.

دا بریدونه، چې څو پرله پسې هغه یې د داعش په اصلي مرکز(ننګرهار ولایت) کې شوي، مسوولیت یې کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی او طالبانوهم نه دي ویلي، چې دا بریدونه د چا کار دی؟

امریکایي چارواکو مخکې خبرداری ورکړی و، چې که له افغانستان څخه د ترهګرۍ خطر جدي شي، دوی به یې پر وړاندې بې تفاوته او بې غبرګونه پاتې نه شي.

طالبانو د امریکایي چارواکو دا ډول څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دغې ډلې د دوحې د سولې تړون کې امریکا ته ډاډ ورکړی و، چې د افغانستان خاوره به یې پرضد نه استعمالیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...