یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعدلیې وزارت: طالبانو ته د منسوبې جعلي تګلارې خپرونکي به مجازات شي

عدلیې وزارت: طالبانو ته د منسوبې جعلي تګلارې خپرونکي به مجازات شي

تاند( یکشنبه، د سنبلې ۲۸مه) د طالبانو د اسلامي امارت عدلیې وزارت طالبانو ته د یوې منسوبې اساسي تګلارې له ردولو سره خبرداری ورکړی، چې د دې تګلارې خپرونکي به مجازات شي.

یاد شوي وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا تګلاره په ځینو ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او د عامه افکارو د مغشوش کیدو سبب شوی.

په خبرپاڼه کې له ټولو دولتي ادارو غوښتل شوي، چې د یادې جعلي تګلارې د خپریدو مخنیوی وکړي او عاملین یې معلوم او د قانون منګولو ته وسپاري.

یاده تګلاره له څو ورځو راهیسې د ټولنیزو رسنیو له لارې خپره شوې او ادعا شوې، چې د اساسي اصولو په نوم دا تګلاره د طالبانو د امارت اساسي قانون دی.

په یاده تګلاره کې تر ډېره افغانستان ته د ایران په شان د یوه مختلط مذهبي او ولسواک نظام وړاندوینه شوې وه.

طالبانو تر دې مخکې هم دا تګلاره جعلي ګڼلې او رد کړې وه.

له دې سره طالبانو لا نه دي ویلي، چې د نظام د څرنګوالي په اړه له کومې تګلارې او اساسي قانون څخه پيروي کوي.

د دې ډلې ویاندویانو ویلي، چې د شرایطو له مساعدیدو سره به په دې اړه پریکړې او مشورې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب