تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۸) په جلال اباد ښار کې نن د پر له پسې دوهمې ورځې په مخه چاودنې وشوې او بیا هم مرګ ژوبلې واړولې.
د راپورونو له مخې، په دې چاودنه کې، چې د ښار په پنځمه ناحیه کې وشوه، لږ تر لږه پنځه طالبان او ملکیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
پېښه د جلال اباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند کابل هډې ته څېرمه شوې.
د کابل اډې ته نژدې د سړک په غاړه خښ شوی بم هغه مهال وچاودېده چې د طالبانو موټرو له سیمې تېرېده.
د لومړنیو راپورونو له مخې په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.
د روغتون مسوولان وايي چې ګڼ شمېر ټپیان وروړل شوي دي.
د راپورونو له مخې په ټپیانو کې یوه مېرمنه هم شامله ده.
پرون هم په جلال الاد ښار کې درې چاودنې شوې وې چې لږترلږه ۳ تنه پکې ووژل شول او ۱۹ نور ژوبل شول.
تراوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو دې ته په کتو چې د حملو هدف د طالبانو موټرونه وو، غالباً به دا بریدونه داعش کړي وي.
اسلامي دولت ډله یا داعش وسله وال په ننګرهار او ځینو نورو سیمو کې فعال دي خو له تبلیغاتي پلوه ورو دي. دوی عموماً په ځنډ د حملو مسوولیت په غاړه اخلي.
دا چاودنه چا کړې ده؟ ولې؟ په طالبانو د ځان منل او د افغانستان ورانۍ ته نوې پلمه!