یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+جګړه او حکومت| دولت وزیري

جګړه او حکومت| دولت وزیري

په لرغونو زمانو کې د بېلابېلو دلایلو له مخې د حکومتونو یا هم بېلابېلو جهتونو ترمنځ جګړې کېږي، چې په نتیجه کې به له دواړو لوریو په سلګونو کسان ووژل شول.

زیاتې جګړې به د خپلې واکمنۍ د پراختیا، ځواکمن کېدو یا هم نورو اهدافو له مخې کېدلې، چې د اوسنۍ زمانې په څېر هغه وخت د جګړې امکانات زیات نه وو او د جګړې وسایل هم ډېر عصري نه برېښېدل.

ځینې جګړې به د صنعتي تولیداتو پر سرچینو د ولکې ټینګولو یا هم د اقتصادي بازار پر شاهرګونو د منګولو ښخولو لپاره وې، چې په دغسې جګړو کې به تر ډېره ګټه واکمنانو ته رسېدله او وژل کېدل به بېوسه سرتېري یا هم جنګیالي.

بې پلانه ‏جګړې کول او حکومت چلول سره ډېر توپیر لري، په ځانګړې توګه په چريکي جګړو کې د جګړې مشران خپلو جنګیالیو ته د منظمو جګړو په څېر ژمن او مسوول نه وي.

په افغانستان کې جګړې هم د چریکی جګړو په اصولو وي. د جنګیالیو لپاره هر کور، کلی، دېوال، ویاله، هر کنډر، سنګر او هر ګوزار يې بریا او په اتلولۍ کې حسابېده.

په حکومتولۍ کې بیا د هر څه مسئول حکومت وي. اوس پر نورو د ملامتۍ اړولو کلتور ډېر دود شوی دی، که چېرې په یوه کور کې ښځه او مېړه سره شخړه هم وکړي، که څوک کار نه لري او یا وږی هم وي مسوولیت يې حکومت ته وي. د تعلیم، امنیت، روغتیا او د سلګونو نورو ستونزو د حل مسوولیت د حکومت پر غاړه وي. حکومت باید ورته د حل لارې چارې ولټوي.

بله خبره چې بشپړه ښکاره ده هغه دا چې د چریکي جګړو پر وخت د جګړې مشران یوازې د جنګیالیو مشران وي، خو د حکومت کولو پر وخت د ټول هېواد او د ټول ملت مشري کوي، چې د مسوولیت دایره یې پراخه وي.

 په ملت کې بیا ټول خلک د قانون پر لاره برابر نه وي، ځکه انسانان خدای «ج» متفاوت پیدا کړی دي، نو اړینه دا ده چې حکومت د ټولو لپاره باید د ژوند کولو شرایط برابر کړي. د نارنج له ونې څخه انار، ونه غواړي او له یوه هنرمند څخه د جومات د ملا په څېر د عبادت تمه ونه کړي.

زما هیله دا ده چې اوس طالبان د جګړې د مهال خوبونه هېر کړي، په نوي فکر، په تازه هوډ او په بدله بڼه حکومت کولو ته را ودانګي، ځکه په اوسنۍ تګلارې سره له نړۍ سره تعامل نه شي کولی.

 د ټول ملت په زړونو کې که تور وي او که سپین ځای پیدا کړي. تر څو بریا د دوی په برخه او هېواد له ستونزو وژغوري. دا هم سمه ده چې روزي رسان خدای «ج» دی، خو ټوخی غواړي، مانا دا چې د کار، د ژوند کولو، د امنیت ټینګولو او ټول ملت ته په یوه سترګه کتل د حکومت په اساسي دندو کې راځي.

که دا او دې ته ورته مسئلو ته پوره پاملرنه وشي، باور لرم چې د هېواد جوړېدو او د سولې د ټینګښت ویاړ به د دوی په برخه وي.

وايي:

«اګر خواندی بردی، ور نی مردی!»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب