یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالب مقام: د دیموکراسۍ بت لا پاتې دی، چې له منځه به...

طالب مقام: د دیموکراسۍ بت لا پاتې دی، چې له منځه به یې وړو

تاند( یکشنبه، د سنبلې ۲۸ مه) په هرات کې د طالبانو د اسلامي امارت مرستیال والي شیر احمد عمار وایي، چې په افغانستان کې یې امریکا ته له ماتې ورکولو وروسته ځینې نور کارونه لا پاتې او ترسره به شي.

د ده په وینا، ځینې بوتان لکه: دیموکراسي، قومي، ژبنی او نور تبعیضونه او دغه راز د امریکا د سړې جګړې ځینې نښانې لا شته، چې دوی به یې نړوي او له منځه وړي.

د هرات دغه طالب مقام له زیاتو جزیاتو پرته ویلي، چې امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د پوځي حضور پرمهال تر ۴ سوو پورې د سړې جګړې د مخته وړلو مرکزونه لرل، چې په تبلیغاتي بڼه یې د بهرنیو اهدافو لپاره کارکاوه او تبعیضونو ته یې لمنه وهله.

نوموړي د بېلګې په ډول د سني او شیعه وو ترمنځ مذهبي ناندریو ته په اشارې ویلي، چې دا کار د بهرنیانو د دسیسو پایله ده.

د عمار په خبره، د اهل تشیعو پر محرم او نورو مراسمو بریدونه هم د همدغو بهرنیو دسیسو له کبله وه، خو پر افغانستان د دوی له واکمنیدو سره سږ کال دا مراسم له کومې پېښې پرته ترسره او دوی هم ګډون پکې کړی و.

طالب مقام دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې پرون په افغانستان کې د څه باندې یو نیم سلو رسنیو د فعالیت دریدو خبر ورکړل شو.

د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون ویلي و، چې د رسنیو د دغه کار بندیدو دلیل د طالبانو لخوا د بیان پر ازادۍ زیات شوي قیودات او اقتصادي ننګونې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب