Homeخبرونهناټو: په افغانستان کې ترهګرۍ ته اندیښمن یوو، خو دستي یې پرضد...

ناټو: په افغانستان کې ترهګرۍ ته اندیښمن یوو، خو دستي یې پرضد د عملیاتو پلان نه لرو

تاند:(یکشنبه، د سنبلې ۲۸مه) د ناټو سازمان چارواکو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له بیا پياوړي کیدو اندیښنه ښودلې، خو ویلي چې سمدستي د دغو فعالیتونو د مهارولو لپاره د پوځي عملیاتو کوم پلان نه لري.

د ناټو سازمان د پوځي کمېټې مشر راب باور د یونان په پلازمېنه کې د ناټو د یوې مهمې غونډې پرمهال ویلي: د دغو عملیاتو د پلان نشتوالی په دې مانا نه ده، چې په راتلونکي کې به هم  هلته د ترهګرو ډلو خلاف عملیات نه پلانیږي.

د ناټو نورو مشرانو هم مخکې له دې په دې اړه اندیښنې ښودلې او غوښتنه کړې وه، چې د افغانستان راتلونکي ګواښونه باید له پامه ونه غورځول شي.

په ورته وخت کې، د ناټو سرمنشي په افغانستان کې له امریکا متحده ایالاتو سره د شل کلن ګډ پوځي ماموریت د پایلو دفاع کړې او ویلي، چې په دې موده کې له افغانستان څخه د ناټو اومتحدینو خلاف یې هیڅ کوم جدي خطر نه و رامنځته شوی.

ده ټینګار کړی، چې بیا به هم د ګواښونو د شدت کچې ته په کتوسره، په دې تړاو لازمې پریکړې او ګامونه اخیستل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...