یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعمران خان: له افغانستانه د سرتېرو ایستل د بایډن هوښیاري وه

عمران خان: له افغانستانه د سرتېرو ایستل د بایډن هوښیاري وه

تاند:( یکشنبه، د سنبلې ۲۸مه) د پاکستان صدراعظم عمران خان د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن د هغې پریکړې ننګه کړې، چې له افغانستان څخه یې د خپلو سرتېرو د ویستو په اړه کړې وه.

عمران خان د هغه پر دې پریکړې اعتراضونه نامنصفانه ګڼلي او ویلي: بایډن د هوښیارۍ پریکړه وکړه اوعملي یې کړه.

پاکستاني صدراعظم په تازه څرګندونو کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو پر دوام هم ټینګار کړی او ویلي: د دغه هېواد ۷۵ سلنه بودیجه له بهرنیو مرستو تامینیده، غوره ده چې دا مرستې دوام ورسره وکړي.

عمران خان له واشنګټن سره د خپل هېواد د اړیکو په تړاو ویلي، چې د دواړو هېوادونو چارواکي سره په اړیکه دي.

هغه مخکې له امریکایي ولسمشر څخه ګیله من و، چې ده سره یې له ټلیفوني خبرو ډډه کړې او وخت نه ورته ورکوي.

ولسمشر بایډن بیا په امریکا کې دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ دی، چې ولې یې په بېړه او د راتلونکو ننګونو له ارزولو پرته له افغانستان څخه خپل سرتېري وویستل.

د امریکا یو شمېر چارواکو او مطرحو سیاستوالو خبرداری ورکړی، چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو له وتو او د افغان حکومت له سقوط سره به دغه هېواد د القاعدې په ګډون د نورو نړیوالو ترهګرو ډلو په اصلي مرکز بدل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب