یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ښځو لاریون؛ د زده کړو حق او د خپل...

کابل کې د ښځو لاریون؛ د زده کړو حق او د خپل وزارت بیا فعالول غواړي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۸مه) په کابل کې لسګونه ښځو نن بیا د یوه لاریون پرمهال د طالبانو له اسلامي امارت څخه خپلې غوښتنې په ډاګه کړې.

دوی، چې د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې تر چتر لاندې سړکونو ته راوتې وې، ویلي: د ښځو چارو وزارت دې بیرته فعال او دغه راز دې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیستل شي.

لاریونوالو له طالبانو وغوښتل، چې حقونه یې تامین او په نظام او سیاسي مشارکت کې د ښځو له حق خوړلو لاس په سرشي.

طالبانو د ننني لاریون او رسنیو له لاریونوالو سره د دوی د چلند د څرنګوالي په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.

مخکې له ورته لاریونوالو سره د طالبانو د ناوړه چلند خبرونه خپریدل.

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون یوه غړي قاري سعید وویل، چې دوی د نجونو زده کړې منع کړي نه دي؛ بلکې د لازمو شرایطو د برابرولو لپاره ورته لاس په کار شوي.

طالبانو پرون په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نارینه وو د زده کړو د پيل خبر ورکړ، خو د ښځو د حقونو فعالانې اندیښمنې دي، چې دا یو اړخیز ګام ممکن د ښځینه زده کړو پر دوام د بندیز نښه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب