یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونههند له افغانستان سره د مرستو پر دوام یا نه دوام غور...

هند له افغانستان سره د مرستو پر دوام یا نه دوام غور کوي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۸)  د هند د یووالي وزیر نتین ګادکاري نن / یکشنبه وویل، په افغانستان کې پر اساسي پروژو د هند د پانګونې د دوام په اړه به صدراعظم نریندر مودي او د بهرنیو چارو وزیر ایس شنکر وروستۍ برېکړه وکړي.

هند په تېرو کلونو کې په افغانستان کې پر سترو او وړو انکشافي پروژو ملیاردونه ډالر پانګونه کړې ده خو اوس چې افغانستان طالبانو نیولی، دا هیواد په دې پرېکړه کوي چې ایا له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او که یې بندې کړي.

ګادکاري وویل «موږ په افغانستان کې سلما بند جوړ کړ…. موږ په دې هیواد کې د اوبو پر سرچینو کار کړی دی.»

ده زیاته کړه «صدراعظم نریندر مودي او د بهرنیو چارو وزیر ایس شنکر به فیصله وکړي چې ایا هند اوس هم په افغانستان کې پر بنیادي پروژو پانګونه وکړي او که نه.»

د هند د یووالي وزیر له افغانستان سره د هند مرستو ته په اشارې وویل «موږ د یوه دوست هیواد په توګه د افغانستان د حکومت له چارواکو سره د دغه هیواد د سړکونو، بندونو او نورو پروژو په جوړولو کې همکاري کوله خو اوس هلته وضعیت د اندېښنې وړ دی.»

هند نه یوازې دا چې د سلما بند جوړ کړی، د نیمروز سړک، د ملي شورا ودانۍ او ګڼې نورې کوچنۍ او لویې پروژې په خپل لګښت د افغانستان لپاره جوړې کړي دي.

دې هیواد په وروستیو کې د شاتوت بند د جوړولو ژمنه هم کړې وه چې د کابل ښاریانو ته اوبه برابروي خو اوس داسې نه ښکاري چې هند به له افغانستان سره د پخوا په شان مرستو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب