یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهناټو د افغانستان په اړه پر نوو پلانونو خبرې پيل کړي

ناټو د افغانستان په اړه پر نوو پلانونو خبرې پيل کړي

تاند ( یکشنبه، د سنبلې ۲۸) د ناټو د غړو هېوادنو د دفاع وزیرانو او لوی درستیزانو دوه ورځنۍ غونډه رابللې ده.

د راپورونو له مخې د دې غونډې د بحث مهمه موضوع افغانستان دی.

د امریکا د پوځ لوی درستیز په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د ناټو غړو هېوادونو تر ټولو ستر هدف له افغانستان څخه د احتمالي ترهګریزو ګواښونو او خطرونو له منځه وړل دي.

د ده په وینا له همدې امله د ناټو دفاعي چارواکي د افغانستان په اړه پر خپلو راتلونکو پلانونو خبرې کوي.

غونډه پرون پیل شوې ده او نن به د ناټو د غړو هېوادونو ددفاع وزیران د افغانستان په اړه خپلې نوې تګلارې او پلانونه شریکوي.

بل لورته بیا ټاکل شوې چې د امریکا او برېټانیا لوړپوړي چارواکي پر افغانستان خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې روانه اونۍ د برېټانیا لومړی وزیر بوریس جانسون د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره وګوري.

په دې لیدنه کې د ګڼو نورو مهمو نړیوالو موضوعاتو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کېږي.

نړیوالې رسنۍ وایي بوریس جانسون به د افغانستان په تړاو پر بایډن فشارونه ډېر کړي څو له دغه هېواد سره بشري مرستې ډېرې کړي.

برېټانیا تر دې وړاندې هم امریکا ملامتوله چې بې وخته یې له افغانستان خپل ځواکونه و ایستل او له خطر سره د مخ کسانو پروا یې و نه کړه.

امریکا بیا تل د سرتېرو د ایستلو په تړاو له خپلې پرېکړې دفاع کړې ده او هغه یې د ځان د ساتلو لپاره غوره اقدام بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب