یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د ویټالیټي بلاسټ پایلوبه د قیس احمد لوبډلې وګټله

د ویټالیټي بلاسټ پایلوبه د قیس احمد لوبډلې وګټله

تاند ( یکشنبه، د سنبلې ۲۸) د انګلستان سوداګریز لیګ ( ویټالیټي بلاسټ ) سیالیو پایلوبه د کېنټ لوبډلې وګټله.

په یاده لوبډله کې افغان لوبغاړی قیس احمد هم لوبېږي.

په دې سره کېنټ لوبډله وتوانېده چې له ۱۴ کلن ځنډ وروسته لومړۍ اتلولي خپله کړي.

په دې لوبه کې سمرسټ لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې کېنټ لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

کېنټ په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې.

د سمرسټ لوبډلې هدف پوره نشو کړای او لوبه یې د ۲۵ منډو په توپیر وبایلله.

قیس احمد د خپلې لوبډلې لپاره ۲ لوبغاړي وسوځول او دغه راز په دې لیګ کې افغان لوبغاړی نوین الحق یواځینی لوبغاړی وو چې تر ټولو یې ډېر لوبغاړي سوځولي دي.

نوموړي په ۱۴ لوبو کې تر ټولو زیاتې ۲۶ لوبغاړی وسوځول او د لیګ مخکښ راغی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب