یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کانګریس ۲ غړیو له بایډنه وغوښتل چې طالبان د تروریستي ډلو...

د کانګریس ۲ غړیو له بایډنه وغوښتل چې طالبان د تروریستي ډلو په لیست کې شامل کړي

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۴) د امریکا د کانګریس د سنا او استازو جرګو د جمهوریپال ګوند مخکښو غړیو لیندزي ګراهام او مایک والټز د جو بایډن له حکومته وغوښتل چې طالبان د بهرنیو تروریستي ډلو په لیست کې شامل کړي.

دوی دغه راز غوښتنه کړې چې طالبان پرې نږدي چې له افغانستانه دباندې د دغه هیواد شتمنۍ ترلاسه کړي.

ښاغلي ګراهام ویلي «که امریکا طالبان د تروریستي ډلې په توګه اعلان کړي، د نورو هیوادونو له لوري به د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل ستونزمن شي او موږ به نړیوالو ته دا کلک پیغام ورسوو چې امریکا به له طالبانو او د هغو له خواخوږو سره سوداګري راکړې ورکړې ونه کړي.»

ښاغلي والټز هم ویلي چې امریکا باید د افغانستان له لوري ګواښ ته په پرانیستو سترګو وګوري.

ده زیاته کړې «د جو بایډن حکومت د افغانستان د موقت حکومت په توګه د طالبانو د عادي ښودلو د هڅې په وسیله امریکایان تېرایستلي حال دا چې طالبان لا هم تروریستي فعالیتونو ته دوام ورکوي، د تروریستانو پناهځایونه یې ساتلي، د بشري حقونو سرغړونو ته دوام ورکوي د ښځو پر ابتدايي مدني حقونو یې سترګې پټې کړي او یو منتخب حکومت یې پرزولی دی.»

تراوسه پورې هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب