سرچینه: نیویارک ټایمز
لیکوال: کرسټین وونګ
ژباړه: رحمت شاه فراز
د خوراکي توکو په پلورنځي کې یو سړی راغی او ويې پوښتل: ((د کوم شي په لټولو کې مرستې ته اړتیا لرئ؟)) اول خو پوه نه شوم چې هدف يې څه وو. بیا مې ناڅاپه پام شوو: ما په عامه ځای کې له ځان سره په لوړ اواز خبرې کولې. زه له دې عادت سره دومره عادي شوی وم چې حتی دا احساس مې هم نه کاوه چې څه کوم.
په لوړ غږ له ځان سره د غږېدا عام او مناسب عادت ته ارواپوهان د خارجي ځان-غږېدا نوم کاروي. له ځان سره غږېدا به ځینې وختونه نا اشنا ښکاري، خو څېړنې ښيي چې دغه چاره زموږ په چلند او ادراک تاثیر کولای شي.
په میشیګن پوهنتون کې د ارواپوهنې پروفیسور ایتن کراس وايي ((ژبه موږ ته داسې یوه وسیله په لاس راکوي چې په مټ يې هغه مهال چې خپل تېر ژوند ته کتنه کوو، له خپلو تجربو څخه واټن واخلو. او همدا اصلي لامل دی چې له ځان سره غږېدا ګټوره کېږي.))
ښاغلی کراس زیاتوي چې ((موږ چې له ځان سره خبرې کوو، په اصل کې شیانو ته له عیني نظریې ګورو، نو په اصل کې مهمه دا ده چې تاسو په څه ډول له ځان سره خبرې کوئ. د ځان-غږېدا دوه ډولونه دي چې ممکن تاسو به يې په اړه ډېر اورېدلي وي، یوه لارښوونیزه ځان-غږېدا ده، مثلاً د یوه کار د ترسره کولو په جریان کې له ځان سره خبرې، او بل يې هڅوونکې ځان-غږېدا ده، مثلاً ځان ته وايئ چې (ته دا کار کولی شې.)) ممکن دغه کړنه عجیبه ښکاره شي، خو په لوړ غږ ځان هڅول ګټور تمامېدلی شي.)) یوه څېړنه چې په پروسیډیا-ټولنیز او چلندي علوم جرنال کې خپره شوې، د باسکټبال په لوبغاړو د هڅوونکې او لارښوونیزې ځان-غږېدا اغېزې وڅېړل شوې. د څېړنې پایلو وښوده چې هغو لوبغاړو توپ ډېر چټک بل لوبغاړي ته ګوزار کړی وو چې د دې کړنې په جریان کې يې خپل ځان په لوړ غږ هڅولی وو.
تر دې چې له ځان سره د غږېدا پر مهال خپل ځان ته د مراجعې طرز او انداز هم توپیر رامنځته کوي. ښاغلی کراس او همکارانو يې د داخلي ځان-غږېدا اغېزې هم وڅېړلې. داخلي ځان-غږېدا په خپل فکر کې له ځان سره خبرو ته ویل کېږي. د څېړنې موخه دا وه چې د یو چا په چلند او احساساتو د نوموړې غږېدا اغېزې وڅېړي. د څېړنې په پایله کې دوی وموندله چې کله تر څېړنې لاندې کسانو د ځان په هکله د مخاطب او غایب په صیغه کې، مثلاً د ((زه دا کار کولی شم)) پر ځای ((ته دا کار کولی شې)) وغږېدل، نو نه یوازې د کار په جریان کې د دوی د اضطراب کچه ټیټه وه، بلکې د دوی سیالانو هم د دوی کار کردګي ښه وارزوله. ښاغلی کراس زیاتوي چې د دې لامل ځان-واټني وه، یعنې د غایب شخص د لرې واټن له لیدلوري پر ځان تمرکز کول، که څه هم هغه شخص پخپله ته يې.
ښاغلی کراس د خپلو خبرو په دوام وايي ((دا چې اروايي واټن ولې مرسته کوي، زه به يې یوه بېلګه درکړم، غواړم د یوه داسې حالت په اړه فکر وکړئ چې یو ملګری یا یو ډېر خپل مو د یوې ستونزې په اړه سر ټکوي. د یوه دریم شخص په توګه، ستاسو لپاره دا کار ډېر اسانه دی چې هغه ته له دې ستونزې د ځان خلاصولو لپاره نصیحت وکړئ او مشوره ورکړئ. دا چې تاسو ولې پر یوه ستونزه نورو ته مشوره ورکولی شئ، یو اساسي لامل یې دا دی چې تاسو پخپله په هغو ستونزو کې نه یاستئ نښتي. موږ له دې امله ډېر څرګند او واضح فکر کولای شو، چې له هغې تجربې نه موږ پخپله په واټن کې قرار لرو.))
نو که تاسو وارخطا او مضطربه وئ او هڅوونکو خبرو ته مو اړتیا لرله، نو ښه به وي چې د دوهم یا دریم شخص له لیدلوري دغه کار وکړئ، چې وکولی شي ستاسو حالت ته له منطقي او عیني لیدلوري وګوري، د دې پر ځای چې له احساساتي یا تعصبي زاویې يې وځيري.
تر هڅوونکې ځان-غږېدا ور اخوا، په یوه لارښوونیز روش له ځان سره په لوړ اواز غږېدا د ستونزو د حل او کاري لاسته راوړنې په تړاو ستاسو ادراکي وړتیاوو ته هم چټکتیا ورکولی شي.
نو مثلاً، که تاسو د خوراکي توکو په پلورنځي کې د یو شي په لټه کې یاستئ، خو نه یې شي پیدا کولی، نو له ځان سره په لوړ اواز غږېدا ممکن په چټک ډول د هغه شي په پیدا کولو کې مرستندویه شي او د دې لامل د فیډبک فرضیه ده.
د ویسکونسین-ماډیسن پوهنتون د ارواپوهنې استاذ او محقق ګارې لوپیان وايي ((د فیډبیک فرضیه دا ده چې که تاسو یوه کلمه واورئ، نو آیا هغه شی ستاسو سترګو ته درېږي؟)) د فیډبک فرضیې له مخې، د یو شي نوم او پر هغه سریښ شوی لېبل تاسو دې ته اړ باسي چې د هغه شي د ظاهري شکل په اړه فکر وکړئ.)) ښاغلی لوپیان زیاتوي ((دا له تاسو سره مرسته کوي چې دغه شی د هغو شیانو له منځ څخه تفکیک کړئ، چې نور مختلف نومونه لري.))
ښاغلي لوپیان د فیډبک فرضیه له ځان-غږېدا سره یو ځای تر ازمایښت لاندې ونیوله. د تجربو په یوه لړۍ کې، ده او ډلې يې له خپلو فاعلینو وغوښتل چې په مختلفو حالاتو کې بېلا بېل توکي ولټوي. په یوه تجربه کې له هغوی وغوښتل شوو چې د شلو ګډوډو شیانو د انځورونو په منځ کې د یوه خاص توکي، مثلاً کېلې، انځور ولټوي.
لوپیان وايي ((موږ ځینو کسانو ته وویل چې د هغه توکي نوم په لوړ غږ ووايي. موږ غوښتل په دې پوه شو چې آیا د یوه شي نوم ویل په رښتیا هم د هغه شي عیني ځانګړنې [په ذهن کې] فعالوي او که نه؟))
ښاغلي لوپیان او همکارانو يې وموندله چې کله د دوی کسانو د ((کېلې)) نوم واخیست او بیا يې د کېلې د انځور لټون پیل کړ، نو دوی هغه انځور په ډېر چټک او دقیق ډول پیدا کړ. یادې څېړنې په ډاګه کړه چې په لوړ اواز د یوې کلمې د ویلو له کبله دغه ډله کسان د هغه شي له فزیکي ځانګړنو سره اګاه شول، چې بیا یې له دوی سره د نورو توکو په منځ کې د کېلې د تفکیک او بېلولو په برخه کې مرسته وکړه.
خو د یادونې وړ ده چې، دغه ډول ځان-غږېدا هغه وخت بې اغېزې راځي که تاسو په دې نه پوهېږئ چې هغه شی څه ډول ښکاري. په بل عبارت، که تاسو د سرکې په لټه کې یاستئ، خو اصلاً په دې نه پوهېږئ چې سرکه څه ډول رنګ لري، نو له ځانه دا پوښتنه کول چې، ((سرکه چېرته ده؟ سرکه چېرته ده؟))، هېڅ مرسته درسره نه شي کولی.
ښاغلی لوپیان زیاتوي چې زموږ څېړنې وښودله چې په لوړ اواز د یوه شي نوم اخیستل مرسته کوي، خو یوازې د هغو شیانو لپاره چې تاسو ورسره بلدتیا ولرئ. له بلدتیا پرته، له ځان سره په لوړ غږ خبرې کول، ستاسو کار لا ټکنی کولی شئ.
لارښوونیزه ځان-غږېدا یوازې د خپلو ورکو کیلیانو تر پیدا کولو او په ګڼه ګوڼه کې د یوه ملګري تر پېژندلو ور اخوا نوره مرسته هم کړای شي. د باسکټبال په پورتنۍ څېړنه کې دا هم معلومه شوه چې هغو لوبغاړو توپ په ډېر دقت بل لوبغاړي ته استولی او ګوزار کړی وو، چې د دې کار په جریان کې يې له ځان سره په لوړ غږ خبرې کړې وې؛ او له دې دا په ډاګه کېږي چې د یوه کار په هکله له ځان سره خبرې کول تاسو متمرکز ساتي. د څېړنې پایله دا وه چې هڅوونکې ځان-غږېدا په هغو چارو کې ډېره ګټوره پرېوځي، چې سرعت، ځواک او انرژي ته ضرورت لري. بل خوا، لارښوونیزه ځان-غږېدا په هغو چارو کې ښه پایله ورکولی شي چې د تمرکز، ستراتیژۍ او تخنیک غوښتنه کوي. په رښتیني نړۍ کې د دې بېلګې په موازي ډول د خپل موټر درول، د خوړو د یوې نسخې تعقیبول یا د ځینو توکو ترتیب او تنظیم کېدلای شي.
ښاغلی لوپیان په پای کې وايي ((زما نظر دا دی چې ځان-غږېدا په هغو مسایلو کې ښه کار ورکوي چېرته چې د تمرکز د خرابولو امکانات وي او تاسو هڅه کوئ چې تمرکز مو ګډوډ نه شي. بله دا چې هغه کارونه چې څو پړاوونه لري، له ځان سره په لوړ اواز غږېدا مو د تمرکز له خرابېدو ژغورلی او دا در په یادولی شي چې تاسو چېرته (په کوم پړاو کې) یاستئ؟))