دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهافغان هندو سوداګر بنسري لال په کابل کې نامعلومو کسانو وتښتاوه

افغان هندو سوداګر بنسري لال په کابل کې نامعلومو کسانو وتښتاوه

تاند (چارشنبه/ د سنبلې ۲۴مه) — نامعلومو وسله والو سړیو یو نومیالی افغان هندو سوداګر بنسري لال په کابل کې تښتولی دی.

د ښاغلي لال د کورنۍ یوه غړي چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي له تاند سره په خبرو کې وویل چې دغه افغان – هندو سوداګر چې اصلا د خوست ولایت اوسېدونکی دی، له پرون راهیسې ورک شوی دی.

ویل کیږي چې ښاغلی لال د کاروان لمیټد په نامه د درملو یو شرکت لري چې د افغانستان او هندوستان تر منځ د درملو سوداګري کوي.

تر اوسه پورې کوم شخص یا ډلې د دغه افغان هندو سوداګر د تښتولو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی،‌ او دا په کابل باندې د طالبانو تر حاکمېدلو وروسته د یوه نومیالي شخص د تښتولو په لړ کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده.

ویل کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته بې شمېره پاکستانیان چې د افغانستان له لارې له هندوستان سره دښمني پالي، د ژورنالستانو، سیلانیانو او کاروباریانو په نامه له وېزو او کنټرول څخه پرته افغانسان ته راننوتي او هڅه کوي چې د افغانستان او هندوستان د خلکو تر منځ درزونه رامنځته کړي.

که طالبان، چې دا وخت یې د افغانستان د چارو واګي په لاس کې دي، د دغه افغان – هندو سوداګر د تښتوونکیو په نیولو او هغوی ته سزا ورکولو کې پاتې راشي، ښایي نور سوداګر هم چې وار له مخه د شرایطو د تنګوالي له امله افغانستان څخه په وتلو دي، وترهېږي او اړ شي چې له افغانستان څخه پښې سپکې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب