چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهملا محمد حسن اخوند: چا چې په تېرحکومت کې یوه ورځ کار...

ملا محمد حسن اخوند: چا چې په تېرحکومت کې یوه ورځ کار هم کړی وي هغه د طالبانو په واکمنۍ کې ځای نه لري

تاند (چارشنبه/ د سنبلې ۲۴مه) — پاکستاني ژورنالست او څېړونکی طاهرخان چې له څه مودې راهیسې له کابل څخه بېلابېلو رسنیو ته معلومات ورکوي، له وي او ای ډیوه راډېو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې، دا خبره ورته د ملا محمد حسن اخوند د یوه خصوصي مجلس یوه برخوال طالب چې هغوی یې یوې مېلمستیا ته بللي وو، وکړه.

د طالبانو د لومړي وزیر دا پټې خبرې د پاکستاني ژورنالست له خوا په داسې حال کې مخې ته راځي چې نور طالب مشران د تېرو حکومتونو له کارکوونکيو څخه غواړي چې له افغانستان څخه ونه وځي او د طالبانو حکومت هغوی ته د کارونو د مسلکي کارونو د پرمخ بوولو لپاره اړتیا لري.‌

ښاغلي طاهرخان له وي او ای ډیوه سره په خبرو کې دا هم وویل چې په کابل کې د طالبانو په منځ کې د پاکستان پر ضد هغه ډول احساسات رامنځته شوي لکه د پخوانیو ولسمشرانو کرزي او غني د واکمنۍ پر وخت چې موجود وو او پاکستان خپل دوست نه ګڼي.

طاهرخان وویل چې په کابل کې ګڼ شمېر پاکستاني ژورنالستان موجود دي خو نه ورته خلک هرکلی وایي او نه هم طالب چارواکي غواړي چې پاکستاني ژورنالستان ورنژدې شي.

یو شمېر تحلیلګران وایي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته، پاکستاني ادارو د تېر په څېر د افغانستان د نوي مرکزي حکومت پر ضد فعالیتونه پيل کړي او هڅه کوي چې منفي اړخونه یې رابرسېره کړي او نړۍ پرې وډاره کړي.‌

ویل کیږي چې، له پاکستان سره اندېښنې پیدا شوي چې ښایي د طالبانو د امارت پښه د افغانستان له پولو څخه واوړي او ښایي پاکستان له دې امله لومړی هدف وګرځي چې له یوې خوا په کې فحاشي او اخلاقي فساد اوج ته رسېدلي او بلې خوا ته په کې په میلیونونو ملایان او طالبان فعال او د اسلامي امارت د ورغځېدلو په تمه شپې سبا کوي.

دا لا معلومه نه ده چې دا خبرې واقعا د طالبانو لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند کړي که د پاکستان تبلیغاتي ماشین غواړي چې په دې ډول په افغانستان کې نوي درزونه رامنځته کړي.

تېره اونۍ، د پاکستان د پوځي استخباراتو رییس جنرال فیض حمید د نړۍ د یو شمېر لویو هېوادونو د استخباراتي ادارو د رییسانو د یوې آنلاین غونډې کوربه وو، او داسې ښکاري چې که طالبان له سړو مغزو نه کار وانه خلي او نور افغان سیاسیون پر ځان ورټول نه کړي، ښایي چې پاکستان یو ځل بیا هغوی سپک کړي او له نړۍ والو سره سودا پرې وکړي.

11 COMMENTS

  1. که ملا حسن اخوند دا خبره کړې وي که نه یې وي کړي مونږ باید د پاکستان د استخباراتي او پوځي ادارو په منافقت باندې ځانونه پوه کړو او پرې نه ږدو چې دغه د شیطان اولادونه په افغانستان کې لاسوهنه وکړي. مرګ په پاکستان

  2. pakistan wanted to bring pakistani for jobs to afghanistan,
    right now in tuner governor office one Punjabi as advisor have job.
    pakistan want same like mujahidin put to gather in fight like hekmatyaar&masood.
    mula brother with haqani.
    mula hassan&haqani network is agents of isi

    talibs will not stay for long time,
    soon afghans will standup against talibs,

    thanks for afghans

  3. TO MULA HASSEN;
    YOU UNEDUCATED MULA CAN NOT RUN THIS ENGIN OF GOVERNMENT,
    NOW AFGHANS ARE SMART THEN YOU.
    AFGHANISTAN NEED TO SCIENTIST.TECHNOLOGIST,DOCTOR ENGINERS/COMPEUTER PROFESSIONAL.
    POWER BY THE AFGHAN NATION.YOU CAN NOT BRING PAKISTANI TO AFGHANISTAN.
    EACH AFGHAN HAVE ALLERGY WITH PAKISTAN&ISI
    ZENDABAAD AFGHANISTAN
    MURDAH BAAD PAKISTAN&ISI AGENTS

  4. I see no difference between Tahir and Raz in making Afghanistan disunited. Enemies of Afghanistan are everywhere, both in and out of Afghanistan.
    په افغانانو کی درځ اچول داخلی او خارجی دښمنان غواړی. طاهر له پاکستانه او رازمامد له افغانستانه همدا کار کوی.

  5. دپاکستان او افغانستان خبریالان باید ټول بیا ښه دخبریالی درس ووایی.
    پاکستانی دیوه میلمه خبره په صدر اعظم ور اچوی او افغان خبریال یی هو به هو بیا را نقلوی او لوی عنوان ورکوی. دشرم خبره ده.

  6. ثابته ، که هر څومره ظاهری د پنجابی ژورنالست څخه مکاره ژړا هم وکړی بیا هم د تاسو صادقانه غلامی پنجابیانو غلامانو جهان ته علنی په ګوته دی دا چی تاسی د پنجابیانو تنظیمونو غلامانو څخه زیاتره جاهل او بی سواده یاستۍ یعنی هغوی کوشش کاوه چی خپله غلامی پنجابیانو ته داسی علنی نکړی لکه طالبان !!!!

  7. دا خو دومره پېچلې مسئله نه ده، چی زه او احمد او محمود د پاکستانی خبرنګار پدې خبره خبر یو نو ملا حسن لالا هم حتماً خبر دئ اوس نو د هغه مکلفیت دئ چی دا خبره تصدیق کړی یا تکذیب کړی.

  8. هغه هسی له خولی یوه خبره وتلی او پاکستانی دلالانو بازار ته ایستلی او لویه کیسه یی تری جوړه کړی ، اوس هغه حاشیه ورته ګوری چه څنګه یی توجیه کړی ، د پاکستان اخبارونه بی موضوع شوی او نه خرڅیږی اوس هسی کیسی خپروی ږ

  9. سوال دبیخونده خبریالی ده. هغه دپښتنو خبره ده چه که چا ویل چی سپی دی غوږ یووړ نو سړی اول په غوږ لاس کیږدی نه دا چه په سپی پسی وځغلی.
    افغانان باید خپل تیر عادتونه پریږدی چه په سیاست باندی خپل وطن خراب کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی