چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهټایم مجلې د سږ کال په ۱۰۰ اغېز شیندونکو شخصیتونو کې ملابرادر...

ټایم مجلې د سږ کال په ۱۰۰ اغېز شیندونکو شخصیتونو کې ملابرادر شامل کړی

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲۵) د افغان طالبانو مرستیال ملاعبدالغني برادر د ټایم مجلې د ۲۰۲۱ کال د سلو اغېز شیندونکو شخصیتونو په کتار کې شامل دی.

ملابرادر، چې د طالبانو د قطر د دفتر ريیس و، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې په خبرو کې د رول لوبولو په خاطر مهم شخصیت بلل شوی دی.

نوموړی له ملامحمدعمر اخوند سره یوځای د طالبانو د تحریک له بنسټګرو څخه دی.

ملابرادر د روانې میاشتې په پیل کې د طالبانو د موقت حکومت لومړی مرستیال وګومارل شو.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو په منځ کې د اختلاف او نښتې راپورونه ورکړل شول او ادعا وشوه چې ملابرادر وژل شوی خو وروستي راپورونه وايي چې ملابرادر خوابدی شوی او اوس په کندهار کې دی.

طالبانو دا راپورونه تایید کړي نه دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی