سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Home+داکټر اشرف غني باید کتاب ولیکي| لیکوال: ادم خان مین

داکټر اشرف غني باید کتاب ولیکي| لیکوال: ادم خان مین

سرلوڅ لیک

محترم داکټر صاحب،

په دنیایي ژوند کې هر څه یو پیل او پای لري. ځینې تحولات ډېر ناڅاپي وي، چې ټول خلک حیرانوي. ستاسو د جمهوري ریاست دوران هم پای ته ورسېد او نن د هېواد څخه بهر د یو عالم ناهیلیو او پرېشانیو سره شپې او ورځې تېروې، نه د څه کولو توان لرې او نه هم د څه ویلو اجازه، چه دا په هېڅ توګه ښه حالت نه دی. ښایي د ډېرو نورو افغانانو په شان به د سهاره تر ماښامه په ټلویزیون کې پر هېواد د راغلي دروند غم او د اولس د پرېشانیو او ستونزو تماشا کوې.

د افغانستان اولس به  تل ستا د واکمنی په دوره کې د یو لړ مثبتو کارونو او لاس ته راوړنو قدردان پاته شي، لکه د اوبو د مدیریت پروژې، د نورو هېوادونو سره د نوو تجارتي لارو پرانیستل، د اوبو بندونو جوړول، ساختماني کارونه او نور. همدا شان ستا په دوره کې مطبوعاتو، مدني ټولنې، فرهنګي کړیو او د ښځو او ځوانانو سازمانونو آزاد فعالیت درلود او ځوان نسل په ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو کې د هېواد راتلونکو پرمختګونو ته ډېر خوشبین او سترګې په لار وو.

 په عین زمان کې د هېواد په دننه او هم په بهر کې ورځ تر بلې ستا د مخالفینو شمېر زیاتېده. ځینو کورنيو ډلو ټپلو او مافیایي کړیو چه ستا په موجودیت کې یې خپله بقا او ګټې په خطر کې لیدلې، د بهرنيو استخباراتي کړیو په لمسون ستا د زعامت او دولتي ټیم د تخریبولو په مقصد له هېڅ ډول دسیسو او زهرجنو تبلیغاتو څخه ډډه ونکړه او ستا د دولت په سقوط کې یې مهم رول و لوباوه.

 په حقیقت کې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په دولتي ادارو کې  د فرعون صفته خودخواه او بې بندوبارو کسانو نفوذ، پراخ اداري فساد او د مدیریت ضعف ترټولو لویه ستونزه وه.

 ستا په اداره کې هم هېڅکله  کار اهل کار ته و نه سپارل شو او نه هم د قانون د تطبیق په لاره کي جدي اقدام وشو. لوړ پوړي دولتي مامورین او د پارلمان وکیلان په لوی فساد، مافیایي فعالیتونو، قاچاق ، انفجار او انتحار کې ښکېل وو او ستا په شمول ټول په خبر وو، خو یو نفر یې هم  رسماً افشا او د قانون  منګولو ته و نه سپارل شو.

موږ ټول پوهېږو چه ته هم تر سختو داخلي او بهرنيو فشارونو لاندې وې او خپل مجبوریتونه دې لرل، خو پر دې هم باید اعتراف وکړو چه ستا د واکمنۍ په دوره کې اغماض او مصلحت ګرایي د ورځې عام چلند و. د یو جمهور ریس په توګه تا کولای شوای حد اقل د لوی فساد د سلهاوو قضیو له ډلې یو څو قضیې تر قانوني تعقیب لاندې ونیسې او په دې توګه ولس ته د فساد پر ضد خپل ښه نیت او اراده څرګنده کړې، خو داسې و نه شول. د مثال په توګه هغه د معارف د وزیر دوسیه چه د څو سوه خیالي ښوونځیو د مصارفو او د زرهاوو خیالی ښوونکو د معاشونو په غلا تورن و، و نه څېړل شوه او وروسته تا ده ته حتي د بل وزارت مسوولیت  ور وسپاره.

 د هېواد په دفاع وزارت او د کورنیو چارو په وزارت کې د لویو خیانتونو او اختلاسونو داستانونه خو ډېر زیات دي چه یو یې هم و نه څېړل شو او عاملین یې تر ننه سرې سترګې ګرځي. حتی ستا له خوا د ځینو جنایي قضیو د څېړنې د پاره د ټاکل شوو کمیسیونونو د تحقیقاتو نتیجې هم هېڅکله اعلان نه شوې. دا ځکه چه ستا لویه څارنوالي تر دوو غوږو په فساد کې ډوبه وه. ستا  په دولت او نظام کې فساد او ظلم ورځ تر بلې نور هم پراخېده او اولس ډېر ناهیلي شوی و. اولس توقع درلوده، چې د کابل بانک قضیه ښايي ستاسو په دوره کې حل او د دغه بانک د مالي فساد عاملین خلکو ته رسوا شي، خو داسې ونه شول.

ځینو ملي ضد کړیو په څرګنده توګه د افغانانو ملي هویت، ملي بیرغ، د افغانستان نوم، ملي افتخاراتو او په مجموع کې پښتون اولس او د هغه ژبې ته سپکاوی کاوه، بې ه دې چه د دولت له خوا د اساسي قانون مطابق د غبرګون سره مخامخ شي. په عمل کي د هېڅ ملي جرم د پاره هېڅ مجازات نه وو. هېڅوک د مثال د پاره د خپل ملي ضد اعمالو په جرم د قانون منګولو ته و نه سپارل شو. قانون یواځې د کاغذ پر مخ و، نور هیڅ.  تاسو ډېر ښه پوهېږئ چه په نورو هېوادونو کې ملي نوامیسو او ارزښتونو ته سپکاوی څه قانوني عواقب لري.

دا منو چه بهرنيو صریحو مداخلاتو او ستا په دولت کې د خارجي استخباراتي کړیو تر حد زیات نفوذ ستا ژوند ډېر تریخ کړی  و، خو دا هم باید و منو چه ستاسو د واکمنۍ په دوره کې بشپړه بې قانوني او انارشي حاکمه وه. موږ په دې هم پوهېږو چه د دې ناخوالو مسوول ته نه وې او نه دې هم دا غوښتل  خو تا هم د هرې پوښتنې او شکایت په وړاندې په قهر او عصبانیت عکس العمل ښوده او د چا خبره دې نه منله.  فکر دې کاوه چه پر حالاتو مسلط یې او د هر څه د مدیریت توانمندي لرې، خو داسې نه وه. نو د خلکو دپاره د دغه حالت دوام د منلو وړ نه و او ستا ادارې نور خپل اعتبار او صلابت بایللی و، چه پایله یې نن په هېواد کې روانه تراژیدي ده.

په هر حال سیاسي کارپوهان او د بصیرت خاوندان په دې باور دي چه تا په آخره ورځ  هېواد د وینو د تویېدو او لویو ورانیو څخه و ژغوره او د مخالفینو هغه دسیسه دې چه ښایي تا هم په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وای، شنډه کړه. که رښتیا وي، دا کار به دې په اعمال صالحه کې حساب شي.

جناب داکټر صاحب،

تاسو د افغانستان د تېرو دېرشو کلونو د سیاستونو په ټاکلو او په ټولو نورو تحولاتو کي فعال رول درلود.  په دې موده کې تاسو په هېواد کې  په زرهاوو هغه کسان په حقیقي توګه و پېژندل چه د قدرت په لوبه کې ښکېل وو. دا بېلابېلې ډلې ټپلې وې چه هر یو یې خپلې انګېزې، آجنداوې او د بهرنیو کړیو سره خپل خاص ارتباطات او تعلقات درلودل.

همدا شان مو د نړۍ ډېر مشران او شخصیتونه و پېژندل. د ګاونډيو او د سیمې د هېوادونو د لاسوهنو او اهدافو په جزییاتو خبر شواست. د امریکا، اروپا، روسیې او چین هېوادونود سیاستونو او اهدافو سره په بالمواجه توګه آشنا شواست.

اوس چه تاسو د دولتدارۍ د مسوولیتونو او سترس څخه فارغه یاست، په کار ده چه د تاریخ کتاب ولیکئ او په هغه کې د افغانستان د تېرو دېرشو کلونو په سیاسي بهیر کې د خپل رول، د خپلو تجربو، بریاوو، ناهیلیو او دا چه  په داخل کې چا ښه وکړه او چا بد، چا د افغانستان د اقتصادي او اجتماعي پرمختګ په وړاندې ستاسو د طرحو او برنامو مخالفت کاوه،  د مفسدو کسانو او مافیایی کړیو د فساد او رول ابعاد څه وه، دا چه امریکا او غربي پلویانو یې څه غوښتل او څه یې وکړل  او همدا شان دا چه ستاسو د دولت په سقوط کې تر ټولو زیات کومو کورنيو او بهرنيو کړیو رول و لوباوه، په تفصیل بحث وکړئ.

بله موضوع پر مهمو امنیتي او کلیدي څوکیو د یوشمېر بې تجربې ځوانانو ګمارل وو، چې ډېرو بېطرفه رسنیو پر دې موضوع انتقادونه هم وکړل، چې ممکن ستاسو تر غوږ هم دغه انتقادونه رسېدلي وي، خو تاسو تر پایه په دې اړه خلکو ته وضاحت ورنه کړ.

پر ختیځو ولایتونو ستاسو په دوران کې هم راکټي حملې روانې وې، چې تاسو ورته هېڅ اشاره نه درلوده، پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له خوا اغزن سیم وغزول شو، چې ستاسو حکومت په دې اړه هېڅ عکس العمل ونه ښود. والیان، وزیران، معینان او نور چارواکي په پرله پسې ډول تر هرو څو میاشتو وروسته بدلېدل- رابدلېدل چې ولس یې په علت پوه نه شو. یو کس به له ولایت څخه د بې کفایتۍ په تور له دندې لیرې کړای شو، خو هغه کس به تر څو میاشتو وروسته په بل ولایت کې د والي په توګه معرفي شو.

د اګست د پنځلسمې نېټې له ناڅاپي تحول څخه داسې ښکاري، چې حتی زموږ د ملي پوځ او امنیتي ارګانونو معاش او امتیازات له نړیوالو مرستو ورکول کېدل او په دې برخه کې تاسو د خودکفایۍ په اړه لږ پرمختګ کړی و، حال دا چې د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال مو د دې خودکفایۍ ژمنې کړې وې.

دا او ډېرې نورې پوښتنې او مسایل دي چه باید ځواب شي. د افغانستان اولس او په خاصه توګه ځوان نسل دا حق لري و پوهېږي چه پر هېواد یې څه تېر شول. کله چې تېره میاشت ولایتونه یو په بل پسې د وسلوالو طالبانو ته لاس ته لوېدل، تاسو ولې خاموشي خپله کړې وه او ولس ته مو په دې وضاحت نه ورکاوه؟ په حکومت کې دننه دا کومه کړۍ وه چې هم په حکومت کې شامله وه او هم یې د حکومت پر ضد فعالیتونه کول؟

د کتاب په لیکلو کې  باید د مصلحت ګرایی څخه ډډه وشي او په ډېر صراحت او جرئت سره پر ټولو پېښو او ناخوالو رڼا واچول شي. دا د وطن او اولس په وړاندې ستاسو تاریخي مسوولیت او رسالت دی چه باید جدي ونیول شي.

 په افغانستان کې هېڅوک هم د وطن سره ستاسو پر مینه شک نه لري. زه ډاډه یم او پوهېږم چه تاسو به په ملي روحیه د اولس او ځوانانو دې غوښتنې ته لبییک ووایاست. دا کتاب به د راتلونکو نسلونو سره د هېواد د دوست او دښمن په پېژندلو او دا چه د افغانستان دښمنان په ټولنه کې د کومو خلاوو او ضعفونو څخه ګټه اخلي او څنګه باید د هغو مخه ونیول شي او په مجموع کې د به افغانانو د سیاسی شعور او پوهاوي د لوړېدو په برخه کې ډېره مرسته وکړي.

په پای کې تاسو ته له لوی خدای څخه کامل صحت او د دې تاریخي رسالت په ادا کولو کې بریا غواړم.

ژوندی دې وي افغانستان

2 COMMENTS

  1. As of now while the issue of Afghanistan is hot in the front burner, he can sell millions of new books and if he makes $3 of of each $19 book sold, he will be a multimillionaire. I am sure by now publisher already got in touch with him. The issue he may encounter clearance from intelligence agencies monitoring the content

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب