سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد کابو ټول پنجشېر له سقوطه وروسته احمد مسعود خبرو ته تیاري...

د کابو ټول پنجشېر له سقوطه وروسته احمد مسعود خبرو ته تیاري وښوده

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۱۴) وروسته له دې چې طالبانو د پنجشېر تقریباً ټولې سیمې ونیولې، احمد مسعود، چې ځان د ملي مقاومت جبهې مشر بولي، اعلان وکړ چې خبرو ته تیار دی.

ده نن ماښام اعلان وکړ چې له طالبانو سره د جګړې د پای ته رسولو او د خبرو له لارې د ستونزو د حل کولو لپاره د دیني عالمانو د وړاندیزونو هرکلی کوي.

احمد مسعود دا اعلان پر خپله فیسبوکپاڼه کړی خو طالبانو تراوسه پورې د دې وړاندیز په اړه غبرګون نه دی ښوولی.

د مسعود د څرګندونو پر اساس، د افغانستان د ملي مقاومت جبهه حاضره ده چې د دایمي سولې لپاره جګړه ودروي خو شرط دا دی چې طالبان هم په پنجشېر او اندراب کې عملیات تم کړي.

د ځینو راپورونو له مخې، د مسعود یو شمېر کسان غرونو ته ختلي او یو شمېر هم د بغلان د اندراب ولسوالۍ خوا ته تښتېدلي چې د طالبانو له لوري تعقیبېږي.

د تاند د معلوماتو پر اساس، د مسعود وسله وال کسان تېره شپه د پنجشېر ولایت له مرکز بازارک څخه ووتل خو طالبان له دې کبله چې ممکن د دوی وسله وال مخالفان په کورونو کې پټ وي او چریکي بریدونه پرې وکړي ښار ته له ننه وتو یې ډډه وکړه.

نن (یکشنبه) له غرمې وروسته طالبان په تدریجي ډول بازارک ته ننوتل. همداراز د پنجشېر رخه ولسوالي یې هم ونیوله. د بازارک په څنګ کې رخه یوازینۍ ولسوالي وه چې طالبانو نه وه نیولې.

د طالبانو یوه ویندوی بلال کریمي هم تایید کړې چې طالبانو د پنجشېر مرکز او رخه ولسوالي نیولي او د دغو سیمو د نیولو په عملیاتو کې یې خپلو وسله والو مخالفانو ته درنې مرګ ژوبلې اړولي دي.

تر دې وړاندې د احمد مسعود یوه ویندوی فهیم دشتي ادعا کړې وه چې شاوخوا زر تنه طالبان یې وژلي یا نیولي دي.

خو نن بلال کریمي ادعا کړې چې د احمد مسعود ډېر شمېر نور وسله وال یې له وسلو سره ژوندي نیولي دي.

راپورونه وايي چې طالبان په بازارک کې کور په کور تلاشي اخلي او خپل وسله وال مخالفان نیسي، او په ځینو ځایونو کې له مقاومت سره مخامخ کېږي.

نن سهار د طالبانو د قوماندانانو په مخابرو کې اورېدل شوي وو چې خلیفه (غالباً سراج الدین حقاني) ورته ویلي چې بریدونه ودروي ځکه چې احمدمسعود او پلویانو یې ورته ویلي چې تسلمیېږي. د دوی په مکالمو کې دا هم اورېدل شوي چې مسعود او یو شمېر نور کسان په ۶ څرخکو کې له پنجشېره ووتل.

3 COMMENTS

  1. لعنت دی پر طالب شی کچیری دوی سره خبری لدی ورسته کوی. دوی باید ټول مجازات شی د مسعود عکسونه له چهاراهی څخه لری شی او جهاراهی بیرته د صحت عامی په نوم ونومول شی. دوی ټول غله ول پنجشیر باید بیرته ولسوالی شی.

  2. په افغانستان کې هره ناخواله یواځې ولس زغمی مشرانو ته هر ډول اسانتیاوې شته کورنۍ یې خوندي دي بهرنیو هیوادونو سره اړیکې لري هر وخت چې وغواړی هلته تللی شي خو ولس په غم اخته دی هر ډول تندر چې راپریوزي باید ولس یې زغمی په دغه جګړه کې عام خلک ووژل شول او دوي په هلیکاپترو کې سپاره او وتښتېدل، دوي کې هیڅ منطق نشته او له منطق څخه کار هم نه اخلي ټول افغانستان د طالب په لاس کې دی بیا هم ته د جګړې لاره غوره کوی او بیا تېښته کوی ولس ورته پریږدی دا بهادری ده؟.
    د اشرف غنی حکومت هم دوي تخریب کړه او کړی یې وه نژدې ټول حکومت د دوي په لاس کې وه د برق ستنې هم دوی غورځولې امتیازات هم دوي اخیستل خو بیا هم ملامتیا ټوله په اشرف غنی اچول کیده د دوي له لاسه افغانستان تباه برباد شو.

  3. د طالبانو د ښځو د یارانو پنجابي الوتکو په زرو یې هم ونشو نیولی، دا د غلام ابن غلام بچي اوس هم وایي چې افغانستان مستعمره نه دی. لعنت دې ستاسو په اسلام او منحوس امارت وي. مرګ دې ستاسو په جاهلو مشرانو او تش په نوم خر امیرالنافقین وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب