Homeخبرونهافغان خبریال او د ملي مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي ووژل شو

افغان خبریال او د ملي مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي ووژل شو

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۴) راپورونه وايي چې د ملي مقاومت جبهې ویاند فیهم دشتي نن د پنجشېر په جګړه کې وژل شوی دی.

فهیم دشتي په ۲۰۰۱ م کال د تخار په خواجه بهالدین کې پر احمدشاه مسعود د تروریستي برید په مهال په هماغه خونه کې و چې دوو عربانو له احمدشاه مسعود سره مرکه کوله.

دشتي هماغه وخت سخت ټپي شو خو ورځ یې نه وه پوره. له هغې پېښې ۲۰ کاله وروسته د احمد شاه مسعود د وژل کېدو د شلم تلین په درشل کې نن ووژل شو.

فهیم دشتي په تېرو دوو لسیزو کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره کار کاوه خو د طالبانو له لوري د کابل له نیول کېدو وروسته د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې له جوړېدو وروسته د دې جبهې د ویندوی په توګه څرګند شو.

ده پرون ویلي و چې د پنجشېر پریان ولسوالي د ملي مقاومت جبهې ځواکونو نیولې او د دې جبهې ځواکونو شاوخوا ۱۰۰۰ تنه طالبان یا وژلي یا ژوندي نیولي دي.

تراوسه د فهیم دشتي د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه معلومات نه شته او نه هم په دې اړه څه ویل شوي چې نوموړي چیري ووژل شول.

د ارواښاد دشتي په مړینه به د ژورنالیستانو کورنۍ خامخا خوابدې وي. تاند د ښاغلي دشتي اروا ښاده غواړي او له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګندوي.

د فهیم دشتي مړینه تراوسه پورې د ملي مقاومت جبهې تایید یا رد کړې نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...