دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهطالبانو بهر ته د تلونکو افغانانو او امریکایانو د تګ مخه نیولې

طالبانو بهر ته د تلونکو افغانانو او امریکایانو د تګ مخه نیولې

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱۵) لوېدیځې رسنۍ وايي چې طالبانو پرون / یکشنبه/ لږترلږه ۶ الوتکې پرې نه ښودې چې له افغانستانه هغه کسان وباسي چې غواړي له دې هیواده ووځي.

د امریکا په کانګریس کې د ټکساس استازي مایکل مککال فاکس نیوز تلویزیون ته وویل«موږ د مزارشریف په هوايي ډګر کې ۶ الوتکې لرو، په دغو الوتکو کې امریکایان سپاره وو، له هغوی سره د امریکایانو ترجمانان هم وو خو طالبانو یرغمل کړي دي.»

ده زیاته کړه، طالبان دغو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه ووځي.

طالبانو ژمنه کړې وه چې ټولو هغو کسانو ته به د وتلو اجازه ورکړي چې بهرنیو هیوادونو ته د تګ اسناد ولري. د طالبانو له لوري د هغو کسانو مخنیوی چې بهرنیو هیوادونو وېزې یا د سفر کولو اسانتیا ورته برابره کړې، د دوی د اعلانېدونکي حکومت رسمیت پېژندل له ستونزو سر ه مخامخولی شي.

که د افغانستان حکومت نړیواله ټولنه په رسمیت ونه پېژني نړیوال د طالبانو له حکومت سره په هیڅ برخه کې همکاري نه کوي او په داسې یو حالت کې افغانستان له فقر او نېستۍ سره مخامخ کېږي.

د اقصتادي وضعیت خرابېدا د داعش په شان سختدریځو ډلو ته لار هواروي چې په پیسو جنګي کسان وګوماري او افغانستان په یوه بله خونړۍ جګړه کې ښکېل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب