دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهطالبانو د پنجشېر اوسېدونکو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ

طالبانو د پنجشېر اوسېدونکو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۱۵) طالبانو په یوه اعلامیه کې د پنجشېر ولایت د سقوط د خبر ترڅنګ د یاد ولایت اوسېدونکو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی دی.

ذبیح الله مجاهد ویلي، پنجشېر اوس په بشپړ ډول د دوی تر ولکې لاندې دی.

نوموړي د یاد ولایت ټولو وګړو ته د امنیت ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې له دوی سره به هېڅ ډول توپيري چلند نه کېږي.

د مجاهد په وینا په پنجشېرکې د امتیاز غوښتونکو او یاغیانو له لوري جګړه روانه وه چې د پنجشیر  ولس یې برمته کړی و او اوس یې دوی له شره خلاص شول.

ذبیح الله مجاهد پر خلکو غږ کړی چې ژر تر ژره د امنیت په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي، سوله ییز ژوند ته را وګرځي او په ګډه له نورو افغانانو سره اوږه په اوږه د هېواد د جوړولو لپاره سره لاس په کار شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب