سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد نړۍ د مسیحیانو مشر له هیوادونو وغوښتل چې د افغان پناه...

د نړۍ د مسیحیانو مشر له هیوادونو وغوښتل چې د افغان پناه غوښتونکو هرکلی وکړي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۱۴) د مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس د نړۍ هیوادونه وهڅول چې د هغو افغان پناه غوښتونکو هرکلی وکړي چې د نوي ژوند په لټه کې دي.

پاپ د واتیکان په سینټ پیټرز چوک کې نن / یکشنبه/ په افغانستان کې دننه د بې ځایه شویو افغانانو لپاره د دعا او مرستې غوښتنه وکړه.

ده وویل«په دې سختو شېبو کې چې افغانان د پناه غوښتلو هڅه کوي، زه د هغو کسانو لپاره دعا کوم چې زیات زیانګالي دي. زه دعا کوم چې ډېر هیوادونه هغو خلکو ته چې په یوه بل هیواد کې د نوي ژوند په لټه کې دي هرکلی ووايي او ساتنه یې وکړي.»

پاپ د کم عمره افغانانو لپاره د زده کړو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې تعلیم د بشري پرمختګ لپاره ضروري دی.

پاپ د خپلو خبرو په پای کې هیله څرګنده کړه چې «ټول افغانان، که هغه په خپل هیواد کې دي، یا نورو هیوادونو ته په لاره دي، یا یې اوس نورو هیوادونو ته پناه وړې ده، د عزت، سوکالۍ او له خپلو ګاونډیانو سره د ورورګلوۍ ژوند ولري.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب